تازه خبرونه

د کابل- ډیلي هوايي دهلېز فعال دی

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

Published

on

 

د هند بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د کابلډیلي هوايي دهلېز فعال دی او له دې لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو توکو لېږد پرته له ځنډ روان دی.

د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رنډیر جیسوال ویلي، چې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري د خپل وروستي سفر پر مهال له هند سره د سوداګریزو او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د جیسوال د څرګندونو له مخې، د افغانستان د کرنې وزیر هند ته په خپل سفر کې هغه له کرنې وزیر، د خوړو د پروسس صنایعو وزیر او د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي سره هم لیدلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

دا څرګندونه په داسې حال کې راپورته شوې، چې هند په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې؛ له افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې وساتي او د توکو د لېږد لپاره له بدیلو سوداګریزو لارو کار واخلي.

د کابل – ډیلي هوايي دهلېز د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو د لېږد له اړینو لارو څخه ګڼل کېږي او د افغانستان او هند ترمنځ د صادراتو او وارداتو د آسانتیا لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

Trending

Exit mobile version