تازه خبرونه
د کابل ښار د شېرپور سیمه د یوه توغندي پر لګېدو ولړزېده
د کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې د یکشنبې پر ورځ سهار شاوخوا شپږ بجې د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د استوګنې پر یوه تش کور توغندی لګېدلی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور زیاته کړې، چې نن سهار یکشنبه د زمري نهمه د کابل ښار په شېرپور سیمه کې پر یوه کور توعندیز برید وشو، چې ځاني زیان نلري.
پوځي کارپوهان وايي، چې د افغانستان اسلامي امارت باید د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره خپل استخباراتي اقدامات پیاوړي کړي.
د پوځي چارو کارپوه اسدالله ندیم وایي: د کابل ښار نننۍ چاودنه په لومړي پړاو کې دا ثابتوي، چې امنیتي ستونزه اوس هم پر ځای ده او اسلامي امارت یې پر مخنیوي بریالی شوی ندی.
یو شمېر نور پوځي کارپوهان وايي، چې اړوند امنیتي ادارې باید د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي، چې په افغانستان کې نوی رامنځته شوی امنیت له منځه ولاړ نشي.
په همدې حال کې امنیتي چارواکو په وار وار په ټول افغانستان کې خلکو ته د خوندیتوب ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې هیڅ ډلې ته به د عامه نظم اجازه ورنکړي.
په کابل کرکت لوبغالي کې د جمعې پر ورځ د شپږیزې لیګ د سیالیو پر مهال چاودنې هم د کابل ښاریانو اندېښنې راپورته کړي، چې په کې د یو شمېر څرګندونو له مخې دوه کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.