Connect with us

تازه خبرونه

د کابل – کندهار پر لویه لار د ۲۷ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

خپور شوی

د

نن (شنبه د چنګاښ ۲۴ ) د کابل-کندهار د لويې لارې د يوې برخې د پخولو کار د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر په حضور کې پيل شو.

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ويلي، د ارغندي- بازار درانی سړک ۲۷ کیلومتره اوږدوالی، ۱۱ متره پلنوالی، دوه لوی پلونه او ۶۰ پلچکونه لري.

په‌دې پروژه څه باندې یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي، چې د اسلامي امارت له خوا تمویلیږي.

ملا برادر د دې پروژې د پرانېستې په مراسمو کې وويل؛ زمونږ غوښتنه دا ده؛ ټول قراردادي شرکتونه دې د خپلو چارو د پراختيا لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې پروژه ژر بشپړه شي او د دې لارې د مسافرو ستونزې اوارې شي.

دا پروژه به په یو کال کې بشپړه شي.

د خصوصي سکتور غړي، چې د غوندې ګډونوال دي؛ د هېواد په ترانزیت او اقتصاد کې د کابل – کندهار لار خورا اړینه بولي او ژمنه  کوي، چې د دې سړک چاري به د قرار داد له مخې په ښه تو ګه تر سره شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند وایي، چې د مسافرینو د انتقال، د هېواد د وچې او تازه میوې په صادارتو، ترانزیت او سوداګرۍ کې د پام وړ زیاتوالی رامنځته شوی او د دې پروژې له عملي کولو سره به خلکو ته پوره معیارونه په نظر کې ونیول شي.

د پروژې پلي کوونکي شرکت مسوول نجیب الله جلال زي ویلي؛ د سرک کفیت به لوړ وي نږدې  ۲۱سانتي قیر پرې اچول کیږي او ترټولو پر لوړکیفیت په نظر کې نیول شوی او مونږ هڅه کوو، چې د خپلي برخې سړک په اووه میاشتو کې ګټې اخستني ته وسپارو.

د دې سړک د رغونې مالي بودجه د حق العبور له لارې تمویلیږي.

د ټولګټې وزارت مسوولین د ټولو شرکتونو له مسوولینو غواړي، چې د خپلو کارونو د ترتیب او تنظیم په برخه کې ټولو هغه معیارونو ته پوره پاملرونه وکړي، چې په تړون کې یې یادونه شوې ده.  

د کابل – کندهار لو یه لار د هېواد له مهمو ترا نزیتي لارو څخه شمېرل کیږي، چې هرات، فراه ، نمیروز، روزګان، دا یکندي، کندهار، هلمند، زابل، غزني، میدان ورګ  له کابل سره نښلوي او همداراز له دې لارې  څخه  څلور مهم سوداګریز بندرونه هم  له مرکز سره نښلیږي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!