تازه خبرونه

د کاسا-۱۰۰۰ پروژې پر ژر بشپړېدا ټینګار وشو

د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې، عبدالحق همکار د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر له اوومې څخه تر نهمې پورې په دغو ناستو کې له خپل تخنیکي او مسلکي پلاوي سره ګډون کړی دی.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې د ګډې کاري ډلې او د حکومتي ګډې شورا په ناستو کې د دې پروژې پر ژر بشپړېدا، اضافي مالي سرچینو برابرولو او ساختماني چارو چټکتیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې، عبدالحق همکار د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر له اوومې څخه تر نهمې پورې په دغو ناستو کې له خپل تخنیکي او مسلکي پلاوي سره ګډون کړی دی.

نوموړي د سیمه‌ییزې انرژۍ سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې د کاسا-۱۰۰۰ پروژې سټراټیژیک اهمیت ته په نغوته کې د شته خنډونو لرې کول او د ګډو پرېکړو عملي کول د پروژې له اساسي لومړیتوبونو څخه بللي دي.

په دغو ناستو کې د غړو هېوادونو، نړیوال بانک او نورو تمویل‌کوونکو بنسټونو استازو د پروژې د ساختماني چارو پر پرمختګ، د مخابراتي سیګنال پیاوړتیا، د تکرار دستګاوو نصب او بشپړېدا، د پروژې عملیاتي چمتووالي او د فعالیت او ګټې اخیستنې مسوولیتونو ټاکلو خبرې کړې دي.

د ناستو ګډونوالو همدارنګه د څارنې او مخابراتي سیسټمونو او سوداګریزو فعالیتونو د پیل لپاره د اړینو اقداماتو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

د افغانستان پلاوي د پاتې چارو د بشپړولو لپاره د اضافي مالي سرچینو پر برابرولو ټینګار کړی او د نړیوال بانک مسوولانو د اړتیا وړ مالي سرچینو د برابرولو د امکاناتو له ارزونې خبر ورکړی دی.

د افغانستان برښنا شرکت اجرائیوي رییس د افغانستان برښنا څانګو اوسنیو او راتلونکو اړتیاوو ته په پام، د سیمه‌ییزې همکارۍ پر پیاوړتیا او کاسا-۱۰۰۰ پروژې ژر بشپړېدا ټینګار کړی دی.

کاسا-۱۰۰۰ پروژه له مرکزي آسیا څخه افغانستان او پاکستان ته د برښنا د لېږد لپاره طرحه شوې ده. د دې پروژې بشپړېدل به د انرژۍ سوداګرۍ پراختیا او د سیمه‌ییزې برښنا د لېږد لپاره د افغانستان د دریځ پیاوړتیا ته زمینه برابره کړي.

Trending

Exit mobile version