Connect with us

تازه خبرونه

د کال تر پایه ممکن یو میلیون نور افغانان هم له ایران څخه هېواد ته راستانه شي

په افغانستان کې د سره صلیب استازي ویلي؛ په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو بار وړونکي بسونه د هرات ولایت د اسلام‌کلا سرحد ته راننوتي دي.

خپور شوی

د

سره صلیب د سې‌شنبې پر ورځ (د چنګاښ پر اووه‌لسمه) خبرداری ورکړ؛ ممکن د کال تر پایه نور یو میلیون افغانان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شي، چې د جبري راستنېدا دا نوې څپه په بحران ځپلي هېواد کې د مرستې پر بېخبنا فشار دوه چنده کړي.

په افغانستان کې د سره صلیب استازي ویلي؛ په دې وروستیو ورځو کې له ایران څخه د راستنېدونکو کډوالو بار وړونکي بسونه د هرات ولایت د اسلام‌کلا سرحد ته راننوتي دي.

هغه په ​​ژنیو کې یوې خبري غونډې ته ویلي: “مونږ اټکل کوو، چې د کال تر پایه پورې، شاید یو میلیون یا حتا ډېر نور کډوال به افغانستان ته راستانه شي.”

هغه د خلکو د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې ډېر یې جبري راستانه شوي او زیاتوي: “ډېرو د بېرته راستنېدا په پرېکړه کولو کې هیڅ غوراوی نه درلود؛ دوی په بسونو کې اچول شوي او پولې ته رالېږدول شوي دي.”

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د څرګندونو له مخې؛ د روان کال له پیله څه نا څه ۱.۲ میلیون خلک افغانستان ته راستانه شوي، چې دا بهیر د ایران او اسرائیل ترمنځ له وروستیو نښتو وروسته چټک شوی دی.

افغانستان د نړۍ یو له خورا بد بشري بحران سره مخ هېواد دی او مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی، چې له ایران څخه د راستنېدونکو مهاجرو زیاتوالی، د سلګونه زرو نورو سره، چې د پاکستان تر فشار لاندې راستانه شوي؛ کولی شي د افغانستان نازک وضعیت نور هم خراب کړي.

سره صلیب ویلي، چې له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره د غوښتل شوي ۳۱.۴ میلیون ډالرو څخه یوازې ۱۰ سلنه ترلاسه شوي، چې له دوی څخه د ملاتړ د دوام په اړه شکونه راپورته کوي.

دغه راز د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوڅ ویلي، چې هره ورځ لسګونه زره خلک له ایران څخه افغانستان ته ننوځي، چې یوازې د جولای پر څلورمه له ۵۰ زره څخه ډېر کسان له پولې راتېیر شوي دي.

تازه خبرونه

افغان او روسیي چارواکو پر پوځي سټراټیژیو خبرې وکړې

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

Published

on

روسي رسنیو د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ د روسیې او افغانستان د دفاع وزارتونو مرستیالانو پر پوځي سټراټیژیو، ګډو پوځي همکاریو او  اړیکو بحث او خبرې کړې دي.

په راپورونو کې راغلي: د چارشنبې پر ورځ په مسکو کې د طالبانو د دفاع وزارت د سټراتیژۍ او پالیسۍ مرستیال محمد فرید او د روسیې دفاع وزارت مرستیال واسیلي اوسمکوف سره لیدلي دي.

د راپور له مخې؛ په دې لیدنه کې د اوسني وضعیت ارزونه شوې او د دواړو لوریو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا پر راتلونکو لارو چارو هم خبرې شوې دي.  دغه راز دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د منظمې همکارۍ د رامنځته کولو لپاره به نور ګډ ګامونه هم پورته شي.

اسلامي امارت تر دې دمه د دغې لیدنې په اړه څه ندي ویلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په ننګرهار کې د کور چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

Published

on

د ننګرهار ولایت سیمهییزو چارواکو ويلي، چې په جلال‌آباد ښار کې د یوه کور د چت د نړېدا له کبله د یوې کورنۍ اووه غړي مړه شوي او یو بل یې ټپي دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون ویلي، چې دا پېښه تېره شپه( چارشنبه  د سلواغې اتمه) د جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په “غوچک” سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې قربانیان ښځې او ماشومان دي او ټپي کس د طبي مرستې لپاره روغتیایي مرکز ته لېږدول شوی دی.

#آریانانیوز #ننګرهار #جلال‌آباد #دچت‌تړېدا #غوچک #افغانستان

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکی دفتر تړل کیږي

Published

on

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي عمومي پلټونکي دفتر(سیګار) چې د جګړې پرمهال یې په افغانستان کې د امریکا له پیسو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په اړه پلټنه کړې؛ ټاکل شوې، چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ پر یودېرشمه وتړل شي.

دا اداره په ۲۰۰۸ ز.کال کې د امریکا کانګرس رامنځته کړه، چې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو نظامي، پراختیایي او بشري مرستو د کارولو د بڼې خپلواکه ارزونه وکړي.

سیګار د امریکا پر مشرۍ د بیارغونې په پروګرامونو کې د ناوړه ګټې اخیستنې او درغلۍ زرګونه قضیې مستندې کړي او د هغو پروژو په اړه یې راپور ورکړی، چې خپل اهداف یې ترلاسه نکړل یا هیڅکله بشپړې نه‌شوې.

دې دفتر په خپلو وروستيو راپورونو کې اټکل کړی، چې د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي شوي لسګونه میلیارډ ډالر ورک یا ناسم مدیریت شوي او د امریکا د هڅو په پلان جوړولو، څارنې او پلي کولو کې یې سیسټماټیکې ستونزې بربنډې کړې دي.

د سیګار دفتر تړل‌کېدا د امریکا په دفاعي سیاست کې د بدلون یوه برخه ده.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!