تازه خبرونه
د کانادا دیپلوماتان دې افغانستان ته بېرته ستانه شي ـ پخوانی سفیر
په افغانستان کې د کانادا پخواني سفیر ویلي؛ اوس د دې وخت رارسېدلی، چې دیپلوماتان مو کابل ته ستانه شي او له اسلامي امارت سره خبرې او تعامل وکړي.
په افغانستان کې د کانادا پخواني سفیر عارف لالاني له سي تي وي نیوز سره په مرکه کې ویلي؛ کانادا باید له افغانستان څخه وتلې نهوای، بلکې باید پاتې شوې وای او د اندېښنو د حل لپاره یې له نږدې کار کړی وای.
عارف لالاني له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۰۸ ز. کال پورې په افغانستان کې د کانادا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې او له دې مخکې په اردن، عراق او عربي متحده اماراتو کې د کانادا لوړپوړی دیپلومات و.
لالاني ویلي: زما په نظر لومړی د ځواکونو ایستل او بیا مذاکراتو ته لیوالتیا ښه تګلاره نهده. که مونږ د خپل خوندیتوب لپاره ووتو؛ مونږ باید وغواړو، چې امنیت مو خوندي شي او دې ډګر ته بېرته راودانګو.
لالاني پر نجونو د بندیزونو په اړه ویلي، چې لویدیځ د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره چټک عمل نهکوي.
نوموړی په دې باور دی، چې که کانادا له اسلامي امارت سره دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړي؛ د بشردوستانه مرستو په څېر شیان د ګټې اخیستنې په توګه وکاروي او کولی شي د افغانانو لپاره ډېر نور څه ترسره کړي.
هغه ویلي، په افغانستان کې کوم اسانه ښه ځواب نهشته؛ خو د دې وخت رارسېدلی، چې سختې پرېکړې وشي.