تازه خبرونه

د کجکي برښنا بند د دوه یم فاز پروژه ګټې اخیستنې ته پرانیستل شوه

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د زمري پېنځمه په هلمند ولایت کې د کجکي برښنا بند پروژه د ۱۷۴ میلیون دالرو پر لګښت رسماً پرانیستل شوه.

دا مهمه پروژه به د هلمند او کندهار ولایتونو خلکو ته سل میګاواته برښنا تولید کړي.

د کجکي بند د دوه يم فاز د پرانیستې په مراسمو کې، چې یو شمېر لوړ پوړیو چارواکو هم په کې ګډون کړی و؛ د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي؛ افغانستان پر بهرنيو مرستو او خيراتونو ندى جوړ شوى؛ مونږ به خپل هېواد پخپلو توليداتو جوړوو.

ملا برادر دغه راز ويلي، چې د دې پروژې له پلي کېدو سره به سل زره هکتاره کرنيزه ځمکه هم خړوبه شي.

د لومړي وزير مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم ميلمنو ته په ډاګه کړې: د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او ديموکراسۍ تر سرلیک لاندې شل کلنه جګړه روانه وه؛ خو لوبغاړیو یې دلته په افغانستان کې د ځنګل قانون صادر کړی و.

مولوي حنفي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت دا وړتیا لري، چې پانګوالو ته د پانګونې فرصتونه برابر کړي.

نوموړی وایي: مونږ له هغو کسانو څخه، چې په تېرو کلونو کې يې پر جګړه پانګونه کړې، غوښتنه کوو، چې اوس د افغانستان په اقتصادي پراختیا کې پانګونه وکړي. مونږ به یې  امنيت خوندي کړو.

په کابل کې د ترکيې سفير جيهاد ارګينای هم  د کجکي برښنا بند د دوه یم فاز د پرانیستې په مراسمو کې وينا وکړه او برښنايي انرژي يې د اقتصادي سکتور د بيارغونې لپاره اړینه ونوموله.

د دغې پروژې د جوړولو چارې د ۷۷ ترکي شرکت لخوا ترسره شوې دي.

د افغان حکومت د بهرنيو چارو وزارت سیاسي مرستیا شېرمحمد عباس ستانګزي د پرانستلو په مراسمو کې وويل: مونږ بايد پخپلو مشرانو باور وکړو او مشران هم پر خلکو باور وکړي.

هغه زیاته کړې؛ زده کړه او ځان رسول یوازنۍ لار ده، چې خپل راتلونکي نسلونه له غلامۍ څخه خلاص کړو.

د کجکي بند دوه یم فاز د ۱۰۰ میګاواته برښنا د تولید وړتیا لري.

د دغه فاز له پرانیستلو سره د کجکي برښنا بند وړتیا له ۵۱ څخه ۱۵۱ میګاوات ته لوړه شوه، چې ورسره به د هلمند او کندهار د خلکو ټول کورونه ړنا او اړتیاوې پوره شي.

Trending

Exit mobile version