تازه خبرونه

د کرونا ویروس لومړني واکسین توکي کاناډا ته ورسیدل

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۴, ۱۳۹۹)

د کاناډا حکومت څرګنده کړې، چې هېواد ته یې د کرونا ویروس لومړني واکسین توکي تېره ورځ ( د لیندۍ ۲۳) رسېدلي دي.

چارواکو ويلي، چې کاناډایان به د دوشنبې پر ورځ د اړوند واکسین کارول پیل کړي.

کاناډا او امریکا له بریټانیا وروسته لومړني غربي هېوادونه دي، چې د آلمان پر فایزر او بیونټیک واکسینونو د واکسیناسیون چارې پیلوي.

ټاکل شوې، چې په لومړي پړاو کې د ۳۰۰۰۰ خوراکه واکسین د کاناډا ۱۴ روغتیایي مرکزونو ته واستول شي.

چارواکو زیاته کړې، چې په لومړي پړاو کې به ترټولو زیان منونکي په ځانګړي توګه په پالنځیو کې ساتل شوي ډېر عمره کسان او همدارنګه د روغتیایې پاملرنې کارمندانو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

کاناډا چارواکو ویلي، چې یو شمېر الوتنې تېره شپه او ځینې به سبا ته رارسېږي او پلي کیدو ته به چمتو وي.

دغه راز د کاناډا لومړي وزیر په خپل ټویټ کې څرګنده کړې، چې: کاناډا ته د کرونا ویروس واکسینو لومړني توکي د شپې رارسیدلي دي.

د کاناډا لومړي وزیر ټینګار کړی، چې مونږ له بېلابېلو سیمو سره په نږدې اړیکو کې یو، چې ډاډمن، خوندي او ګټور واکسینونه ژر تر ژره هېوادوالو ته ورسیږي.

Trending

Exit mobile version