تازه خبرونه

د کندز سرپرست خبریالان ګواښي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ له نوي حکومت غواړي چې په اطلاعاتو د لاس رسي قانون ژر توشیح کړي.
دا بنسټ وایي، په اطلاعاتو د لاس رسي قانون د بیان د آزادي یوه مهمه برخه ده او د دې قانون په تصویب سره به د څېړنیزو راپورونو د تولید زمینه برابره شي.
د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ په کندز کې د خبریالانو په وړاندې د تاونریخوالي د زیاتوالي په اړه اندیښنه ښیي او وایي، د کندز سرپرست له یوې مودې را په دیخوا خبریالان ګواښي او هغوي یې له یو لړ ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د یاد بنسټ مشر صدیق الله توحیدي همدارنګه د کندز سرپرست تورنوي چې له خبریالانو سره زورزیاتی کوي. نی وایي، خبریالان له یوې مودې را په دیخوا د دغه سیمه ییز چارواکي له خوا ګواښل کیږي او دا اداره له حکومت غواړي چې د کندز سرپرست والي له دندي لرې کړي.
په اطلاعاتو د لاس رسي قانون خبریالانو ته زمینه برابروي چې په لومړي لاس اطلاعاتو لاس رسی پیدا کړي او د دې قانون له مخې، خبریالان کولای شي د هېواد په ټولو تړونونو لاس رسی پیدا کړي.

Trending

Exit mobile version