روغتيا
د کندهار عینو مېنې روغتون له ایم آر آی او ایکس رے وسایلو برخمن شو
د کندهار د عینو مېنې روغتون د ۴۵ میلیون افغانیو پر لګښت د MRI او X-ray عصري وسایلو د لېږد او نصبولو چارې پیل کړې.
د کندهاردعينو مېنې په ۳۵۰ بستريز دولتي روغتون کې د MRI او اکسرې پر مختللي ماشينونه نصب او پر فعاليت يې پيل وکړ .
د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا پرمختللي ماشينونه د دې وزارت په بودجه د ۴۵ ميليون افغانيو پر لګښت ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.
دوی ویلي؛ له دې سره به تر دېره د افغانانو هغه ستونزې، چې مخکې به د خپلو روغتيايي معايناتو لپاره له هېواده بهر ته په ډېرو ستونزو تلل؛ حل شي .
دغه راز د کندهار سيمهیيز مشران د دې ماشينانو نصب او فعاليت يو ښه زېری بولي او له طبي داکترانو غواړي، چې د خپلو ناروغو هېوادوالو رښتینی خدمت وکړي .
دعامې روغتيا وزارت اداري مرستيال محمد اسحق صاحبزاده وایي؛ د ټول زون لپاره دا يو ښه زيری دی. نن مونږ الحمدالله د عينو مېنې په روغتون کې د ام آر آی پرانسته کوو، چې د ۴۰ ميلیون افغانیو پر ارزښت د دې وزارت له بودجې اخیستل شوی دی. دغه راز ورسره یو اکسرې هم شته، چې د ۵ ميلیون افغانيو پر ارزښت رانيول شوې، چې دواړه ډېره پرمختللې او عصري دي.
هغه په اوسنيو سختو اقتصادي حالاتو کې د روغتيايي آسانتياوو رامنځته کول د افغانانو لپاره ستونزمن بولي او وايي هڅه کوي يو په بل پسې دا ستونزې حل کړي .
د کندهار سيمهیيز چارواکي بيا له داکترانو غواړي، چې د خپلو ربړېدلو افغانانو روغتيايي ستونزې پر پوره اخلاص او ایماندارې تر سره کړي .
د کندهار والي مرستيال حيات الله مبارک وایي: داکتر صاحب محترمه! که مشر تا ته مراجعه کوي؛ د الله پاک په خاطر ورته د خپل پلار پر سترګه وګورئ، عزيزانو خدمت يې وکړې او که کشر درته مراجعه کوله د الله پاک په خاطر درته وايم له خپل اولاد او خپل بچي یېکم مه بولئ. ما په داکتر صاحبانو کې په ډېرو ځايو کې دا اخلاص ليدلی دي؛ دا ستاسې لپاره نهوايم دا ما باالمشاهده ليدلی دي.
د يادونې ده، چې د هېواد د لرې پرتو سيمو ډېري اوسيدونکي، چې نالوستي او د خپلې مورنې ژبې ماسيوا پر بله ژبه نه پوهيږي د خپلو روغتيايي ستونزو د حل لپاره ګاونډ هېوادونو لکه ايران او پاکستان ته ځي، چې هلته د نابلدۍ او د پوليسو د ناوړه چلند له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون زندانونو ته اچول کيږي.
روغتيا
په ټول افغانستان کې د ګوزڼ واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
دغه کمپاین به څلور ورځې روان وي او ټاکل شوې، چې په کې له پېنځه کلونو کم عمره شاوخوا ۱۲ میلیون او ۷۷۰ زره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شي.
نن دوشنبه( د وږي دېرشمه) په ټول افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو واکسین ملي کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین به څلور ورځې روان وي او ټاکل شوې، چې په کې له پېنځه کلونو کم عمره شاوخوا ۱۲ میلیون او ۷۷۰ زره ماشومان د ګوزڼ پر وړاندې واکسین شي.
مسوولانو ويلي، د دغه کمپاین موخه د ګوزڼ پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب پیاوړتیا او د دغې ناروغۍ د ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.
د هېواد په سویل زون کې به د واکسین د بهیر د ښه تطبیق لپاره دغه کمپاین یوه ورځ ناوخته، یعنې د سېشنبې پر ورځ پیل شي.
د ورکړ شویو معلوماتو له مخې؛ سږ کال تر اوسه د پولیو یو ملي او دوه فرعي کمپاینونه ترسره شوي او اوسنی کمپاین د روان کال څلورم کمپاین دی، چې ترڅنګ یې په ځینو سیمو کې محدود کمپاینونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه هم ترسره شوي دي.
مسوولانو ويلي، د ګوزڼ ویروس اړوند په ځینو چاپېریالي نمونو کې د ویروس شتون مثبت ثابت شوی؛ خو تر اوسه د عامې روغتیا وزارت لهخوا په انسانانو کې د ګوزڼ هېڅ پېښه نهده تائید شوې.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، د مشکوکو پېښو څېړنه روانه ده او د څېړنو له بشپړېدا او د اړینو شواهدو له ترلاسه کېدا وروسته به د انساني پېښو د وضعیت په اړه معلومات خلکو ته وړاندې شي.
روغتيا
نن د افغانستان په پېنځه ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د واکسین کمپاین به په ټول ننګرهار ولایت، د کونړ په اووه ولسوالیو، د کابل په شپږ ولسوالیو، د هرات په دوه ولسوالیو او د فراه په دوه ولسوالیو کې ترسره شي. د دې کمپاین موخه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول او د پولیو ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.
د «پولیو فري افغانستان» بنسټ اعلان کړی، چې د دوشنبې پر ورځ( د زمري شپږویشتمه) د هېواد په پېنځه ولایتونو کې د پولیو واکسین نوی کمپاین پیلېږي؛ دا کمپاین په افغانستان کې د پولیو د نویو پېښو له ثبتېدا سره هممهاله ترسره کېږي.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې؛ د واکسین کمپاین به په ټول ننګرهار ولایت، د کونړ په اووه ولسوالیو، د کابل په شپږ ولسوالیو، د هرات په دوه ولسوالیو او د فراه په دوه ولسوالیو کې ترسره شي. د دې کمپاین موخه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول او د پولیو ویروس د خپرېدا مخنیوی دی.
دا کمپاین د روزګان ولایت د ترینکوټ ښار د پولیو د یوې نوې پېښې له راپور وروسته پیلېږي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې هم مخکې ویلي وه، چې د ۲۰۲۶ز.کال له پیل راپدېخوا په افغانستان کې د پولیو ۱۵ پېښې ثبت شوې دي.
پولیو یوه ډېره ساري ناروغي ده، چې په ځانګړي ډول ماشومان ګواښي او د دایمي فلج لامل کېدی شي. د واکسین پرلهپسې اخیستل او د واکسین څو پړاوونه بشپړول د دې ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار بلل کېږي.
افغانستان او پاکستان اوس هم د نړۍ له هغو لږ شمېر هېوادونو څخه دي، چې د پولیو ویروس په کې خپرېږي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د کورنیو تګ راتګ هم په سرحدي سیمو کې د واکسین کولو او روغتیايي څارنې ارزښت زیات کړی دی.
«پولیو فري افغانستان» له کورنیو غوښتي، چې د واکسین په کمپاینونو کې همکاري وکړي، څو ماشومان له دې ناروغۍ خوندي او نورو ټولنو ته د ویروس د لېږد مخه ونیول شي.
روغتيا
په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په کابل کې د زړه د سوري د درملنې څانګیز روغتون پرانیستل شو.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وایي، دغه روغتون د کال دوه زره ناروغانو د درملنې وړتیا لري او د زړه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او جراحۍ خدمتونه به په وړیا توګه ۲۴ ساعته وړاندې کوي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دې روغتون د جوړولو لګښت د همدې ټولنې له بودجې ورکړ شوی دی.
د مسوولانو د څرګندونو له مخې، له دې مخکې د زړه پر سوري اخته ډېر ناروغان د درملنې لپاره خصوصي روغتونونو یا له هېواده بهر روغتیايي مرکزونو ته تلل؛ خو د دغه روغتون له فعالیت سره به یو شمېر ناروغ ماشومان، وکولی شي په هېواد کې دننه څانګیزه درملنه ترلاسه کړي.
د ریاستالوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، د دغه روغتون پرانیستل به د زړه د ګڼو اړمنو ناروغانو د درملنې زمینه برابره کړي.
هغه زیاته کړې، د اقتصادي ستونزو له کبله پخوا ډېری ناروغان د اړینو روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو بېبرخې پاتې کېدل.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس ټینګار کړی، چې په ددې روغتون کې به کورني او بهرني څانګوال ډاکټران اړمنو ناروغانو ته د زړه د درملنې خدمتونه ۲۴ ساعته او په وړیا توګه وړاندې کړي او هڅه به وشي، چې ناروغانو ته ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.
د دغه روغتون څانګوال وایي، د زړه د ناروغیو د تشخیص او درملنې لپاره ټول عصري تجهیزات په دې روغتون کې برابر شوي دي.
د دغه روغتون له پرانیستې سره به هغه کورنۍ، چې پخوا یې د خپلو ماشومانو د زړه د ناروغیو د درملنې لپاره د درندو لګښتونو او بهرنیو سفرونو ستونزې ګاللې؛ اوس کولی شي په افغانستان کې دننه له وړیا او څانګیزو روغتیايي خدمتونو برخمنې شي.
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
-
تازه خبرونه4 days agoد آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
-
تازه خبرونه3 days agoد روسیې ۲۲ سېلانیانو د بدخشان واخان ته سفر وکړ
-
نړۍ4 days agoد جګړو هممهاله د نړۍ مشران د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې راټولیږي
-
تازه خبرونه5 days agoد اسلامي همکاریو ټولنه د افغانستان په اړه د تماس ډلې ناسته تر سره کوي
-
تازه خبرونه4 days agoد پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
-
لوبی5 days agoپه جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد پاکستان په هوايي بریدونو کې ۷ ملکي کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې – یوناما
