روغتيا

د کندهار عینو مېنې روغتون له ایم آر آی او ایکس رے وسایلو برخمن شو

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۹, ۱۴۰۲)

د کندهار د عینو مېنې روغتون د ۴۵ میلیون افغانیو پر لګښت د MRI او X-ray عصري وسایلو د لېږد او نصبولو چارې پیل کړې.

د کندهاردعينو مېنې په ۳۵۰ بستريز دولتي روغتون کې د MRI او اکسرې پر مختللي ماشينونه نصب او پر فعاليت يې پيل وکړ .

د عامې روغتيا وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا پرمختللي ماشينونه د دې وزارت په بودجه د ۴۵ ميليون افغانيو پر لګښت ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي.

دوی ویلي؛ له دې سره به تر دېره د افغانانو هغه ستونزې، چې مخکې به د خپلو روغتيايي معايناتو لپاره له هېواده بهر ته په ډېرو ستونزو تلل؛ حل شي .

دغه راز د کندهار سيمه‌یيز مشران د دې ماشينانو نصب او فعاليت يو ښه زېری بولي او له طبي داکترانو غواړي، چې د خپلو ناروغو هېوادوالو رښتینی خدمت وکړي .

دعامې روغتيا وزارت اداري مرستيال محمد اسحق صاحبزاده وایي؛ د ټول زون لپاره دا يو ښه زيری دی. نن مونږ الحمدالله د عينو مېنې په روغتون کې د ام آر آی پرانسته کوو، چې د ۴۰ ميلیون افغانیو پر ارزښت د دې وزارت له بودجې اخیستل شوی دی. دغه راز ورسره یو اکسرې هم شته، چې د ۵ ميلیون افغانيو پر ارزښت رانيول شوې، چې دواړه ډېره پرمختللې او عصري دي.

هغه په اوسنيو سختو اقتصادي حالاتو کې د روغتيايي آسانتياوو رامنځته کول د افغانانو لپاره ستونزمن بولي او وايي هڅه کوي يو په بل پسې دا ستونزې حل کړي .

د کندهار سيمه‌یيز چارواکي بيا له داکترانو غواړي، چې د خپلو ربړېدلو افغانانو روغتيايي ستونزې پر پوره اخلاص او ایماندارې  تر سره کړي .

د کندهار والي مرستيال حيات الله مبارک وایي: داکتر صاحب محترمه! که مشر تا ته مراجعه کوي؛ د الله پاک په خاطر ورته د خپل پلار پر سترګه وګورئ، عزيزانو خدمت يې وکړې او که کشر درته مراجعه کوله د الله پاک په خاطر درته وايم له خپل اولاد او خپل بچي یېکم مه بولئ. ما په داکتر صاحبانو کې په ډېرو ځايو کې دا اخلاص ليدلی دي؛ دا ستاسې لپاره نه‌وايم دا ما باالمشاهده ليدلی دي.

د يادونې ده، چې د هېواد د لرې پرتو سيمو ډېري اوسيدونکي، چې نالوستي او د خپلې مورنې ژبې ماسيوا پر بله ژبه نه پوهيږي د خپلو روغتيايي ستونزو د حل لپاره ګاونډ  هېوادونو لکه ايران او پاکستان ته ځي، چې هلته د نابلدۍ او د پوليسو د ناوړه چلند له کبله د ښځو او ماشومانو په ګډون زندانونو ته اچول کيږي.

Trending

Exit mobile version