تازه خبرونه

د کندهار له زندانه ۵۰ بندیان خوشې شول

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۶, ۱۴۰۰)

د کندهار له عمومي محبس څخه پنځوس جنايي بنديان له هغې وروسته خوشې شول، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پلاوي له لوري بېګناه وپېژندل شول.

د اسلامي امارت د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوی دغزني او زابل ولايت د زندانونو د چارو له ارزونې وروسته د کندهار ولايت له عمومي محبس څخه د ليدنې پر مهال د جنايي بنديانو نسبتي دوسيې هم وڅېړلې، چې لږ تر لږه یې پنځوس بنديان بېګناه وګڼل او له بنده خوشې شول.

د پلاوي د مشر د څرګندونو له مخې؛ دا لړۍ روانه ده او په نورو ولايتونو کې به هم په ورته ډول د بنديانو دوسيې وڅېړل شي او بېګناه بنديان به له بنده خوشي شي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې استازي مولوي عبدالهادي مالي اخوندزاده وایي؛ د کندهار محبس له مسوولينو سره مو کتلي دي او بنديانو ته ورغلي يوو. د بنديانو دوسيې مو وکتلې او پوښتنې مو ترې کړې دي. له قاضي صاحب، څارنوال صاحب او د جنايي څانګې سره په اړیکه کې يوو او ورته مو ويلي، چې د دغو خلکو دوسيې باید وڅېړل شي. که بېګناه وي؛ هغه دې خوشي  شي او که ګناه لري هغه به زندان ته ځي. دوي ته دې الله خير ورکړي پرون يې کار پیل کړ او تر دې دمه څلوېښت کسان خوشط شوي او تللي دي. 

له بند څخه خوشي شوي بنديان د اسلامي امارت دا کړنه ستايي او وایي، دا لړۍ دې همداسي جاري وساتل شي، چې نور ډېر بېګناه کسان هم له بند څخه خوشي شي.

له زندانه خوشې شوی نويد احمد وایي؛ محبس ته د يوه جرم پر بنسټ راغلی وم؛ خو بېګناه ثابت شوم. زه پدې ډېر خوشحاله يم، چې دلته له مرکز څخه پلاوي راغی او زمونږ غږ يي واورېد.

فيض محمد نوي هم ویلي: زه یې په يوه جرم دلته راوستلی وم؛ اوس بېګناه ثابت شوم. دا له کابل څخه راغلي بلاوي ته دې الله پاک خير او برکت ورکړي له مونږ سره يي ډېره مرسته وکړه، چې بېګناه يې ثابت کړو.

د يادونې ده، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې پلاوی به له کندهار وروسته دهېواد د يو شمېر نورو ولايتونو له محبسونو هم ليدنه وکړي او د بنديانو دوسيې به وڅېړي.

Trending

Exit mobile version