تازه خبرونه
د کندوز روغتون له بمبارډ وروسته پر روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي – لارا لیزر
د بېپولې ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې مشرې لارا لیزر د سنګاپور په شانګریلا امنیتي خبرو اترو کې د وینا پر مهال د ۲۰۱۵ ز.کال هغه هوايي برید ته نغوته(اشاره) وکړه، چې امریکایي ځواکونو د افغانستان د کندوز ښار د بېپولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید وکړ. هغې وویل؛ هغه مهال دا برید له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو او په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۸۶ پرېکړهلیک هم تصویب شو، چې په وسلهوالو شخړو کې باید روغتیايي کارکوونکي او طبي تاسیسات خوندي پاتې شي.
د «بېپولې ډاکټرانو» نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې د ۲۰۱۵ ز.کال د کندوز روغتون له بمبارډ وروسته د مخنیوي له هڅو سره–سره د جګړې په سیمو کې پر روغتونونو او روغتیايي مرکزونو بریدونه زیات شوي دي.
د بېپولې ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې مشرې لارا لیزر د سنګاپور په شانګریلا امنیتي خبرو اترو کې د وینا پر مهال د ۲۰۱۵ ز.کال هغه هوايي برید ته نغوته(اشاره) وکړه، چې امریکایي ځواکونو د افغانستان د کندوز ښار د بېپولې ډاکټرانو پر روغتون هوایي برید وکړ. هغې وویل؛ هغه مهال دا برید له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شو او په اړه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۲۸۶ پرېکړهلیک هم تصویب شو، چې په وسلهوالو شخړو کې باید روغتیايي کارکوونکي او طبي تاسیسات خوندي پاتې شي.
لیزر ویلي: «په هغه وخت کې پراخ غبرګونونه وښودل شول او څېړنې هم ترسره شوې؛ خو له هغه وخت راپدېخوا لیدل شوي، چې دا پېښې نه یوازې کمې شوې نهدي، بلکې پر روغتونونو او کلینیکونو بریدونه زیات شوي هم دي.»
هغې زیاته کړې؛ یوازې له تېر کال راپدېخوا د نړۍ په جګړهییزو سیمو کې پر روغتیايي مرکزونو له ۱۳۰۰ څخه ډېر بریدونه ثبت شوي او نږدې ۸۰ سلنه یې د دولتي لوریو لهخوا ترسره شوي دي.
د نوموړې د څرګندونو له مخې، پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو زیاتوالي د روغتیايي کارکوونکو او بشري مرستو د کارکوونکو ترمنځ وېره خپره کړې او ملکي وګړو ته یې د ژوند ژغورونکو مرستو رسول نور هم ستونزمن کړي دي.
هغې دا هم ویلي: « دا هغه واقعیت دی، چې ملکي وګړي ورسره مخ دي او مونږ ته ورته بشري مرستندویه بنسټونه هم له همدې واقعیت سره مخ دي.»
لیزر ټینګار کړی؛ د جګړې په سیمو کې روغتیايي کارکوونکي مو له دې سره-سره د تجهیزاتي له کمېدا او پرلهپسې امنیتي ګواښونو سره هم مخ شوي، خو خپلې دندې یې روانې ساتلې دي.
د هغې د څرګندونو له مخې، د روغتیايي مرکزونو ډېر کارکوونکي د روان تاوتریخوالي له کبله خپلو کاري ځایونو ته له تګ راتګ څخه وېره لري.
د بېپولې ډاکټرانو نړیوالې ټولنې مشرې له حکومتونو او پوځي مشرانو وغوښتل، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو رعایت ته ژمن پاتې شي او د دغو قوانینو سرغړوونکي حسابورکوونکي وګرځوي.