تازه خبرونه
د کورنیو چارو وزارت رهبرۍ غونډه؛ د امنیتي تدابیرو او د قانون پر پلي کېدا ټینګار وشو
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د دې وزارت د وزیر خلیفه سراجالدین حقاني پر مشرۍ د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي امارت د رهبر له لوري د کورنیو چارو وزارت لپاره د نوي توشیح شوي قانون پر پلي کېدا او په محرم الحرام کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو ټینګار کړی دی.
نوموړي همداراز د خلکو د فردي او ټولنیز امنیت د بشپړ ټینګښت، د ولس د باور د پیاوړتیا او له جرمونو سره د مبارزې ریاست د تخنیکي امکاناتو او مسلکي وړتیاوو د لوړولو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
ویل کیږي، چې په دې غونډه کې پر امنیتي موضوعاتو سربېره د بېلابېلو چارو پر اړوند برخو ټینګار وشو او مسوولانو هم د خپلو اړوند فعالیتونو راپورونه وړاندې کړل.