تازه خبرونه

د کونړ ولایت د سرکاڼو امنیه قوماندان او ملي امنیت مدیر ووژل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کونړ کې د سرکاڼو ولسوالۍ امنیه قوماندان اوملي امنیت مدیر د یوه ماین چاودنې په ترڅ کې ووژل شول.

چارواکي وايي، د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ امنیه قومندان او استخباراتو مدیرد سړک غاړې ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.

پېښه تېره ورځ مازدیگر ناوخته را منځته شوې، چې یو پولیس ساتونکی هم په کې وژل شوی.

د کونړ والي ویاند محمد غني مصمم وایي، چې امنیه قوماندان حاجي داکتر او د ملي امنیت مدیر مبارک شاه د یوې نوې امنیتي پوستې جوړلو له پاره سرکاڼو ولسوالۍ ائوند سیمي ته تللي وه.

ښاغلي مصمم وویل، چې هغوی په سیمه کې پلي روان ول، چې پر ماین ور برابر شول.

نوموړی زیاتوي، چې په دې پېښه کې دوه کسان ټپیان هم شوي دي.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دغه ماین چاودنې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی؛ خو ورته پېښې وسلوال طالبان رامنځته کوي.

 

Trending

Exit mobile version