تازه خبرونه

د کډوالو وزیر د یو‌ان‌ډي‌پي له چارواکو سره ولیدل

په دې لیدنه کې دوی له افغان راستنېدونکو سره د مرستې، د مهاجرت لپاره دایمي حل لارو او د هغوی لپاره د مناسب کاري چاپېریال رامنځته کولو په اړه بحث وکړ.

Published

on

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د چارشنبې پر ورځ (د لیندۍ پېنځمه) د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (UNDP) د بحران مدیریت اداري مرستیالې او مشرې میرمن شکونودا سره ولیدل او پر کډوالو یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې دوی له افغان راستنېدونکو سره د مرستې، د مهاجرت لپاره دایمي حل لارو او د هغوی لپاره د مناسب کاري چاپېریال رامنځته کولو په اړه بحث وکړ.

د UNDP پلاوي د راستنېدونکو ستونزو د ښه حل لپاره له کډوالو وزارت سره د ګډې کمیټې د جوړولو وړاندیز هم وکړ.

د کډوالو وزیر د UNDP له مرستې ستاینه وکړه او څرګندوي، چې د ژمي له رارسېدو سره د راستنېدونکو ستونزې زیاتې شوي او په ګاونډ هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت هم د اندېښنې وړ دی.

هغې د راستنېدونکو لپاره د سرپناه جوړولو پروګرامونه هم اعلان کړل او د نړیوالو مرستو غوښتنه یې وکړه.

Trending

Exit mobile version