تازه خبرونه
د ګاونډ هېوادونو ګټې د افغانستان له امنیت، ثبات او سوکالۍ سره تړلې دي – عراقچي
هغه نن (یکشنبه د لیندۍ درویشتمه) په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمهییزې ناستې د جوړېدا پر مهال په سیمه کې د افغانستان د هراړخیز ادغام پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې سیمهییز پرمختګونه او ننګونې یوازې د رغنده خبرو اترو، د ټولو هېوادونو د فعال ګډون، د متقابل درناوي د اصولو بشپړ رعایت او له سیمهییزو میکانیزمونو څخه د ګټې اخیستنې او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکاریو له لارې اداره او حل کېدی شي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ويلي، چې په افغانستان کې امنیت، پرمختګ او سوکالي د ټولو ګاونډ هېوادونو له ګټو سره نېغ تړاو لري.
هغه نن (یکشنبه د لیندۍ درویشتمه) په تهران کې د افغانستان په اړه د سیمهییزې ناستې د جوړېدا پر مهال په سیمه کې د افغانستان د هراړخیز ادغام پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې سیمهییز پرمختګونه او ننګونې یوازې د رغنده خبرو اترو، د ټولو هېوادونو د فعال ګډون، د متقابل درناوي د اصولو بشپړ رعایت او له سیمهییزو میکانیزمونو څخه د ګټې اخیستنې او د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکاریو له لارې اداره او حل کېدی شي.
هغه ویلي: “په تېرو څو کلونو کې د سیمې بدلونونو ښودلې، چې بهرني چلندونه او تحمیل شوي نسخې نه ثبات ته لار اواروي او نه هم تلپاتی پرمختګ تضمینوي. د پوځي مداخلې او په افغانستان کې د ناټو د دوه لسیزو شتون تجربه زمونږ مخې ته پرته ده.”
د ایران بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې؛ په امنیتي حل لارو ډېر تمرکز، د افغانستان ټولنیز او کلتوري شرایطو ته پام نهکول، د سیمهییزو لوبغاړو او ګاونډیانو رول له پامه غورځول، د افغانستان سیاسي او اقتصادي جوړښتونه متکي او فاسد کول او په پای کې د بېړني وتل د ناکامۍ او ماتې نښې وې.
په غونډه کې، د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق هم ټینګار وکړ، چې د ترهګرۍ په اړه د اسلامآباد اندېښنې باید حل شي.
هغه ویلي، چې پاکستان غواړي په سیمه کې سوله، پرمختګ او امنیت ته وده ورکړي.
سید عباس عراقچٍ د افغانستان د ګاونډ هېوادونو ترمنځ د منظم ډیالوګ میکانیزمونو رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي؛ دا سیمهییزه ناسته به نه یوازې د غلط فهمۍ مخه ونیسي، بلکې د اقتصادي، سرحدي او بشري پالیسیو او پروګرامونو همغږي به هم آسانه، د سیمې د هېوادونو ترمنځ متقابل تفاهم او د نظرونو همغږي به لوړه او د ګاونډ هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمولو او رغنده همکارۍ ته وده ورکولو لپاره مناسب پلیټ فارم رامنځته کړي.