تازه خبرونه

د گوانتنامو له زندان څخه ۴ افغان بندیان افغانستان ته ولیږدول شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا پوځ تېره ورځ دگوانتنامو له زندان څخه۴ افغان بندیان افغانستان ته راولیږدول.

 

امریکايي رسنۍ وايي، چې د دغو کسانو د خوشي کیدو غوښتنه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کړې وه.

د دغو څلورو بندیانو له خوشي کیدو سره په گوانتنامو کې یو سلو دوه دېرش تنه بندیان پاتې شول.

اټکل کیږي، چې له گوانتنامو څخه به نور بندیان هم د کانگرس له ټاکنو مخکې خوشي شي.

 

د امریکا د کانگرس جمهوري غوښتونکي غړي د گوانتنامو د بندیانو د خوشي کیدو مخالف دي؛ خو دیموکراتان هڅه کوي؛ مخکې له دې ، چې په کانگرس کې د جمهوریت پالو کنترول ډېر شي، زیات بندیان خوشي شي.

 

امریکایی رسنیو د افغانستان د ولسمشر په غوښتنه د امریکا له لوري د څلورافغان بندیانو خوشي کیدل د افغانستان د نوي حکومت او امریکا ترمنځ په اړیکو کې د باور د زیاتیدا ښکارندوینه بللې ده.

Trending

Exit mobile version