سیمه ییز خبرونه
د یمن حوثیانو له ایران سره په همغږۍ کې پر اسرائیلو بالیسټیک توغندي وتوغول
دا لومړی ځل دی، چې له ایران سره تړلې یوې ډلې ښکاره د پوځي بریدونو په ترسره کولو کې له تهران سره د همغږۍ اعلان کوي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په یمن کې د ایران ملاتړ لرونکي حوثي ډلې د یکشنبې پر ورځ (د غبرګولي پر پېنځهویشتمه) اعلان وکړ، چې دوی له ایران سره په همغږۍ کې پر اسرائیلو توغندیز بریدونه کړي دي.
دا لومړی ځل دی، چې له ایران سره تړلې یوې ډلې ښکاره د پوځي بریدونو په ترسره کولو کې له تهران سره د همغږۍ اعلان کوي.
د انصارالله (حوثي) ډلې پوځي ویاند یحیی سریع په یوه ټلویزیوني وینا کې ویلي، چې دې ډلې په تېرو څلیریشت ساعتونو کې د اسرائیل پر مرکزي برخه یافا سیمې څو بالیسټیک توغندي توغولي دي.
هغه زیاته کړې: ” دا عملیات د فلسطین او ایران د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره … د جنایتکاره دښمن د اسرائیل پر وړاندې د ایران د پوځ له عملیاتو سره په همغږۍ کې ترسره شول.”
د اسرائیلو پوځ له دې مخکې اعلان کړی و، چې له ایران او یمن څخه د توغندیو له توغولو وروسته د هېواد په څو سیمو کې د خطر زنګونه غږول شوي دي.
د اسرائیلو د راپورونو له مخې؛ اسرائیل او ایران په دې وروستیو ورځو کې پر یو او بل د جمعې د ورځي له پراخو پوځي عملیاتو وروسته د توغندیو توغول روان ساتلي دي.
په همدې ورځ اسرائیل ویلي، چې له یمن څخه توغول شوی یو توغندی د نیول شوې لویدیځې غاړې په الخلیل سیمه کې ولګېد. که څه هم حوثي ډلې تر اوسه د دې ځانګړي برید مسوولیت ندی منلی.
حوثیانو د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته د اسرائیلو او حماس ترمنځ د غزې د جګړې له پیل راپدېخوا پر اسرائیلو ګڼ بریدونه کړي، چې ډېری یې د اسراېیلو د دفاعي سیسټم لخوا شنډ او مخه یې نیول شوې ده. دا ډله ادعا کوي، چې دا بریدونه له فلسطینيانو څخه د ملاتړ لپاره ترسره کیږي.
اسرائیل هم په ځواب کې د حوثيانو پر پوستو د غچ اخیستونکو بریدونو لړۍ پیل کړې ده.
امریکا هم د روان کال په پیل کې د حوثیانو پر وړاندې پراخ هوایي بریدونه پیل کړل. دا عملیات له هغې وروسته ودرول شول، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریدونو د بندولو امر ورکړ؛ ځکه حوثیانو اعلان وکړ، چې دوی به پر امریکایي کښتیو خپل بریدونه ودروي.
