نړۍ
د یمن په ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو له کبله لسګونه کډوال مړه او ورک دي
امنیتي سرچینو ویلي، چې کښتۍ د یمن په سویلي ابین ولایت کې د اهور سیمې ته نږدې د عربي سمندر غاړې ته نږدې ډوبه شوې ده.
اړوند روغتیايي چارواکو ویلي، چې د یکشنبې پر ورځ د یمن په ساحل کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله ، چې شاوخوا ۱۵۰ کسان یې لیږدول؛ لږ تر لږه ۵۴ کډوال مړه شوي او لسګونه نور لا هم ورک دي.
امنیتي سرچینو ویلي، چې کښتۍ د یمن په سویلي ابین ولایت کې د اهور سیمې ته نږدې د عربي سمندر غاړې ته نږدې ډوبه شوې ده.
د روغتیا ولایتي چارواکي عبدالقادر باجمیل ویلي، چې په کښتۍ کې له سپاره شاوخوا ۱۵۰ کسانو څخه ۱۰ ژغورل شوي؛ نهه ایټوپیایان او یو یمنی، خو لسګونه نور ورک دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې دوه ډاکټرانو ویلي؛ ژغورونکي اوس هم د ژوندي پاتې شویو کسانو په لټه کې دي.
د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي، چې یمن له افریقا څخه د نامنظمو مهاجرینو د راتګ په بهیر کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی.
د کډوالۍ نړیوالۍ ټولنې د څرګندونو له مخې؛ د یمن ساحل ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له کبله لږ تر لږه ۶۵ افریقايي کډوال مړه، ۱۲ ژغورل شوي او ۷۴ نور ورک دي.
د دې ټولنې د راپور له مخې؛ په دې کښتۍ کې ۱۵۴ ایټوپیایي کډوال سپاره ول، چې د یمن د ابین ولایت په ساحلي اوبو کې ډوبه شوې ده.
د کډوالۍ نړیواله ټولنه (IOM) د افریقا له ښکر څخه یمن ته لار د نړۍ د مهاجرت یوه له ترټولو بوخته او خطرناکو لار بولي.
دې ټولنې تېر کال یمن ته د ۶۰ زره څخه د ډېرو کډوالو تګ ثبت کړی دی.
ویل کیږي، چې کډوال هر کال له باب المندب تنګي څخه، چې جیبوتي او اریتریا له یمن څخه جلا کوي؛ په زاړو او له کاره لوېدلو کښتیو کې تېریږي او د کارموندلو په هیله سعودي عربستان او نورو خلیجي هېوادونو ته ځان رسوي.