تازه خبرونه

د یودیرشو برمته شویو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته شوي – عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي یووالي د حکومت اجراييه رییس وايي چې حکومت په زابل کې د یودیرشو برمته شویو د خوشې کولو لپاره ګامونه پورته کړي، خو د امنیتي دلایلو له کبله نه غواړي له خلکو سره یې شریک کړي.

ښاغلی عبدالله وویل؛ د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د دغه کسانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي او ډاډ یې ورکړ چې برمته شوي کسان به روغ رمټ له برمته کوونکو څخه راخلاص کړي.

د وزیرانو شوراد د دوشنبه ورځ ناسته ډیری د هغه ۳۱کسانو د خلاصو په اړه وه، کوم چې په زابل کې د مخ پټو وسلوالو له خوانیول شوي.

ښاغلي عبدالله د یمن جګړې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه؛ د یمن او سعودي عربستان شخړه باید د ملګرو ملتونو او اسلامي هیوادونو په منځګړیتوب حل شي.

هغه وویل؛ اوومه ورځ ده چې دعربستان له خوا پریمن هوایی بریدونه دوام لري.

نوموړی وايي چې له حرمینو شریفینو څخه ملاتړ د ټول اسلامي امت د نده دۍ .

له دې وړاندې داجراییه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق ویلی و چې د هیواد شرایطو ته په کتو افغان حکومت باید له عربستان څخه ملاتړ نوی کړی .

Trending

Exit mobile version