سیمه ییز خبرونه
د ۱۳۹۲ كال د ملي بودجې طرحه له كوم ځانگړي بدلون پرته تصويب شوه
ولسي جرگې د رايو په اكثريت سره د ۱۳۹۲لمريز كال د بودجې طرحه تصويب كړه. وړاندې له دې د راتلونكي لمريز كال د بودجې طرحه د نا انډول توب، ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ځانگړو شويو پېسو او ځينو نورو ستونزو له كبله دوه ځله رد شوې وه.
ولسي جرگې د يكشنبې په ورځ (د سلواغې ۱ ) د راتلونكي لمريز كال د بودجې طرحه د رايو په غوڅ اكثريت سره تصويب كړه.
ولسي جرگې د بودجې د طرحې د تصويب په موخه د ماليې د وزير په گډون فوق العاده غونډه درلوده.
د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وايې:
كه څه هم دا بودجه د خلكو له غوښتنو او اړتياو سره برا بره نه ده، خو د شته امكاناتو له مخي په پام كې نيول شوې تر څو د خلكو ستونزې تر يو بريده حل شي.
هغه له ولسي جرگې څخه غوښتنه وكړه، چې ژرتر ژره بوديجه تصويب كړي ځكه، چې پراختيايي پروژې په ټپه ولاړې دي او د بودجي په تصويب كې به ځنډ خلك له ستونزو سره مخ كړي.
د ولسي جرگې د بودجې او مالي چارو كميسيون رئيس امير خان يار وايې:
كه څه هم د ولسي جرگې له خوا د بودجې د طرحې تر رد وروسته د بودجې په اندازه كې بدلون ندى راغلى، خو تر ډېر بحث وروسته يوازې د جاغوري – گيلان سړك او د زابل هوايي ډگر پروژې زياتې شوې دي.
د ۱۳۹۲ كال د ملي بودجې طرحه، چې د نا انډول توب، ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ځانگړو شويو پېسو او ځينو نورو ستونزو له امله دوه ځلې رد شوې وه، خو د يكشنبې په ورځ له كوم ځانگړي بدلون پرته د رايو په اكثريت سره تصويب شوه.
د ماليې وزير وايې، كه څه هم چې په پراختيايي بودجه كې دوى د اختياري بودجي لپاره سل ميليارد افغانۍ لري، خو د پراختيا يي پروژو لپاره كفايت نكوي او دونر هم ملي لويو پروژو ته ليوالتيا نه ښي.
د ماليې وزير زياته كړه، د ملي پروژو لپاره اوږد مهاله پورونو ته اړتيا ده.
ولسي جرگې په دې اړه تر بحث وروسته په نظري توگه د ملي پروژو لپاره د پور اخيستل تصويب كړل.
ولسي جرگه په عين حال كې ټينگار كوي، چې د ملي پروژو لپاره د پور اخيستل د ولسي جرگې په رايې سره اخيستل كېږي.