سوداگري

د ۱۴۰۱ کال په عوایدو کې ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۱, ۱۴۰۲)

د مالیې وزارت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې یې له ۱۹۴ میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي، چې د اړوند ۱۴۰۰ کال پر پرتله ۳۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د مالیې وزارت د عوایدو ریاست عملیاتي مرستیال معراج محمد معراج وايي: تېر کال زمونږ عواید ۱۴۱ اعشاریه ۸ میلیارد افغانۍ و. سږ کال مو عواید ۱۹۴ اعشاریه ۴ میلیارد افغانۍ دی، چې ۳۷ سلنه زیاتوالی ښیي او دا رښتیا هم یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د دې وزارت چارواکي وايي، چې د بودجې سند به تر یوې بلې اوونۍ د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري تصویب شي.

د روان مالي کال په بودجه کې ۱۵۰ لویې او نیمې بشپړې شوې پرمختیايي پروژې هم شته دی.

د مالیاتي جرمونو معافیت، په ګمرکونو کې د کاري ساعتونو له ۱۶ څخه ۲۴ ساعتونو ته زیاتوالی، له اداري فساد سره مبارزه، د عوایدو الکترونیکي کول، په ګمرکونو کې د دیجیتل تلو نصبول، له افغان خاورې څخه د ترانزیت زیاتوالی؛ د دې ادارې نورې لاسته راوړنې دي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس عبدالمتین سعید وايي: تېر کال مو ژمنه کړې وه، چې اسلامي نظام او خلکو ته به خدمت کوو. اوس هم وایو، چې ستاسې پانګه به پر رښتینې بڼه لګول کیږي، فساد به نه وي او فساد به له منځه وړو.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: تېر کال له مالي پلوه ډېر ښه کال و. د مالیې وزارت د هېواد د اقتصادي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره هره میاشت له ۸ تر ۱۰ میلیارد افغانۍ د معاشونو او نورو لارو بازار ته دننه کولې.

د چارواكو د څرګندونو له مخې، په تېر كال كې يې له ۱۷۰ ميليارد افغانيو ډېر صادرات او له ۵۹۹ ميليارد افغانيو ډېر واردات كړي دي، چې د ۳۲۶ خامو او خوراکي توکو په ګمرکي محصول کې له ۵۰ تر ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.

Trending

Exit mobile version