لوبی

د ۱۹ کلنو ملي لوبډله عربي متحده اماراتو ته روانه شوه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۹, ۱۴۰۰)

د افغانستان کرکټ بورډ ويلي، پرون (یکشنبه د لیندۍ ۲۸) د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د آسیا جام په سیالیو کې د ګډون لپاره عربي متحده اماراتو ته روانه شوه.

د کرکټ بورډ د څرګندونو له مخې؛ دغه سیالۍ به د ۸ آسیایي لوبډلو په ګډون د ډسمبر پر ۲۳ نېټه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي، چې ملي لوبډله به په خپلو ګروپي لوبو کې له هند، پاکستان او عربي متحده اماراتو سره لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف ویلي؛ د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله به اړینې سیالۍ ولري. دوی په کابل او ننګرهار کې روزنیزې لوبې کړي، چې او سیالیو ته پوره چمتووالی لري.

میرویس اشرف زیاته کړې: زمونږ ځوان لوبغاړي دا ځل ډېر چمتو دي او په آسیا جام او د نولس کلنو نړیوال جام کې به ښه وځلیږي. د افغانستان کرکټ بورډ د لوبغاړیو فیسونه (میچ فیس) ​​هم زیات کړي او د دغو ځوانو ستوریو د ښه ځلیدو په صورت کې نورې نغدي جایزې هم په پام کې نیول شوې دي.

د کرکټ بورډ اجرائیوي مشر نصیب خان ویلي: د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله د کرکټ بورډ او ولس بشپړ ملاتړ لري او باید ووایو، چې تاسې د هېواد د ۱۹ کلنو تر ټولو غوره لوبغاړي یاست. هڅه وکړئ، چې ډله ییزې هڅې وکړئ او په لوړه روحیه ډګر ته ورودانګۍ او ویاړونه افغانستان ورپر برخه کړئ.

کرکټ بورډ زیاته کړې، چې ملي لوبډله به په آسیا جام کې له ګډون مخکې خپلې اړینې روزنیزې هڅې وکړي او سیالیو ته به پوره چمتووالی ونیسي.

Trending

Exit mobile version