Connect with us

سوداگري

د ۲۰۲۲ ز. کال تر پایه له تاجکستان سره د وارداتي برښنا تړون وغزول شو

خپور شوی

د

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، افغانستان ته د تاجکستان د برښنا د واردولو تړون د ۲۰۲۲ زېږدیز کال تر پایه وغزول شو.

د یاد شرکت د څرګندونو له مخې ؛ دغه هوکړه لیک د افغانستان برښنا شرکت د اجرائیوي مشر حافظ محمد امین او د تاجکستان د برښنا شرکت د اجرائیوي مشر اسماعیل زاده ترمنځ له دوه ورځنيو خبرو وروسته لاسلیک شو.

د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي: تاجکستان ته د افغان پلاوي د سفر په بهیر کې د دواړو لوریو ترمنځ د سیمه ییزو او پراختیايي پروژو لکه کاسا ۱۰۰۰ او د انرژۍ په برخه کې د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي د غزولو په اړه بشپړې خبرې شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به مثبتې پایلې ولري.

د خبرپاڼې له مخې؛ افغان پلاوي تاجکستان ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به د دغو پروژو د پيل او پایلې امنيت خوندي کوي.

سوداگري

افغان او اماراتي سوداګرو په ترکمنستان کې د نږدې ۱۰۰ میلیون ډالرو توکي وپېرل

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ افغان سوداګرو له ترکمنستاني شرکتونو سره د لومړۍ درجې چاڼ شويو پنبه‌دانو تېلو د پېرلو تړونونه کړي دي.

Published

on

 

د ترکمنستان دولتي توکو او خامو موادو راکړې ورکړې بورډ څرګنده کړی، چې د نومبر پر اووه‌لسمه په ترسره شویو سوداګریزو معاملو کې د دې هېواد د کورنیو او بهرنیو شرکتونو او سوداګرو ترمنځ پنځه تړونونه د ۳۴۷ میلیون او ۳۱۰ زره منات او ۹۴۷ زره او ۲۵۰ ډالرو پر ټولیز ارزښت لاسلیک شوي دي.

د دې بنسټ د خبرپاڼې له مخې؛ افغان سوداګرو له ترکمنستاني شرکتونو سره د لومړۍ درجې چاڼ شويو پنبه‌دانو تېلو د پېرلو تړونونه کړي دي.

دغه راز اماراتي سوداګرو د خام او نه‌سپین‌شوي ټوکر د پېرلو لپاره هوکړې کړې دي.

د ترکمنستان په کورني بازار کې هم سوداګرو له« ترکمن‌تېل» دولتي شرکت سره د BND ۶۰/۹۰ بڼه تېلو او سړک جوړونې قیر د پېرودلو تړونونه لاسلیک کړي دي.

د ترکمنستان له روغتیا او طبي صنعت وزارت سره د خام ګلیسیریزیک اسید د پېرودلو یو تړون هم لاسلیک شوی، چې د شیرین‌بیان ‌بوټي له ریښې څخه ترلاسه کېږي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د مالونو پر لېږدولو هوکړه وشوه

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اته‌لسمه د ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیح‌الله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.

Published

on

 

د ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې ویلي، چې افغانستان او ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ په برخه کې د همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې‌پټلۍ له لارې د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو هوکړه کړې ده.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې؛ د ۲۰۲۶ز.کال د نومبر پر اته‌لسمه د ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ شرکت د مدیره پلاوي مشر ذبیح‌الله نارزولایوف او د افغانستان د اوسپنې‌پټلۍ ادارې رییس عبدالکریم فاتح ترمنځ د حیرتان په بندر کې غونډه شوې ده.

په دې غونډه کې دواړو لوریو د اوسپنې‌پټلۍ اړیکو پر پراختیا، له شته ظرفیتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالونو د لېږدولو د کچې پر زیاتولو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې ویل شوي، چې سږ کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مالونو دوه‌اړخیز لېږد زیاتېدا د پاملرنې وړ ده.

د شوې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې د نایب‌آباد تم‌ځای په ټاکلي وخت کې پراخ شي او له حیرتان څخه مزارشریف ته د مالونو رېلي لېږد منظم شي.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو د رېل‌ګاډو د ورځني تګ راتګ د شمېر پر زیاتولو او د اوسپنې‌پټلۍ په برخه کې د افغان کارکوونکو د مسلکي زده‌کړو او وړتیا لوړولو لپاره د زمینې پر برابرولو هم هوکړه شوې ده.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغانستان او ایران د ګمرکي همکاریو پر پراختیا هوکړه وکړه

دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدني‌زاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.

Published

on

 

د افغانستان او ایران چارواکو د دواړو هېوادونو د ګمرکي نظامونو پر نښلولو، د ګمرکي فعالیتونو پر ۲۴ ساعته کولو، په بندرونو کې د موټرو د تګ راتګ پر زیاتولو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د آسانتیاوو پر رامنځته کولو هوکړه کړې ده.

دا هوکړې د افغانستان مالیې وزیر محمد ناصر آخوند او د ایران د اقتصاد او مالیې وزیر ډاکټر مدني‌زاده ترمنځ په تهران کې د لیدنې پر مهال شوې دي.

د مالیې وزارت د څرګندونو له مخې، د اسلام‌کلا بندر ګمرکي فعالیتونه به د راتلونکې شنبې له ورځې ۲۴ ساعته شي.

دواړو لوریو په بندرونو کې د موټرو د ځنډېدا او د د ګمرکي محصولاتو د ورکړې ستونزې(خاک‌پولي) پر اواري، د قاچاقي توکو پر مخنیوي او ایران ته د افغان صادراتو لپاره د آسانتیاوو پر برابرولو خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د پانګونې، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سرحدي او ګمرکي مسایلو او د دوه‌اړخیزو اقتصادي همکاریو د ګډ کمیسیون پر فعالیتونو هم خبرې شوې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!