سوداگري
د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې د افغانستان صادرات ۷ سلنه زیات شوي – نړیوال بانک
نړیوال بانک د سې شنبې پر ورځ په یوه نوي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۳ ز. کال په لومړۍ ربع کې د افغانستان صادرات اووه سلنه زیات شوي دي.
د دغه راپور له مخې، د افغانستان د ګمرکونو د نارسمي معلوماتو پر بنسټ د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې صادرات ۰،۵ میلیارد دالرو ته رسېدلي، چې د ۲۰۲۲ کال د لومړۍ ربعې پر پرتله ۷ سلنه ډېروالی لري.
لکه څنګه، چې د خوراکي توکو صادرات باثباته پاتې کیږي؛ دا زیاتوالی په لومړۍ درجه کې د ډبرو سکرو ( ۲۶ سلنه) او ۲۸ سلنې منسوجاتو ته نسبت ورکول کیدی شي.
د ۲۰۲۳ کال د درې میاشتو په بهیر کې پاکستان د افغانستان لوی صادراتي بازار پاتې شوی( ۶۰ سلنه صادرات ) ورپسې هند (۲۴ سلنه).
پاکستان ته صادرات په ټولیزه توګه خوراکي توکي او د ډبرو سکرو دي، چې د ۲۰۲۳ په لومړۍ ربع کې د ټولو صادراتو شاوخوا ۷۲ سلنه ونډه لري. پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات په ۲۰۲۳ کې ۱۱۱ اعشاریه ۶ میلیون دالرو ته رسیدلي ( د ۴۷۶ میلیون دالرو پر ارزښت په ټول ۲۰۲۲ کال کې صادرات شوي دي. دغه راز د ۲۰۲۲ کال په درې میاشتو کې د ۸۸ میلیون دالرو صادرات ترسره شوي دي).
راپور دا هم ویلي، چې د ۲۰۲۳ په لومړۍ ربع کې، واردات یو اعشاریه ۸ میلیارد دالرو ته رسیدلي، چې ۳۲ سلنه وده ښیي.
د سوداګرۍ کسر د ۲۰۲۳ په لومړۍ ربع کې یو اعشاریه درې میلیارد دالرو ته رسیدلی، چې ۴۵ سلنه وده ده.
د راپور له مخې، د دې مودې لپاره د ملګرو ملتونو نغدي لیږد (۵۶۰ میلیون دالر) یوازې د سوداګریزو توکو د کسر له نیمایي څخه کم پوښلی.
د انفلاسیون فشارونه د تېر کال پر پرتله د پام وړ کم شوي او په فبرورۍ کې انفلاسیون ۳ اعشاریه ۵ سلنه ثبت شوی دی.
د افغانیو بیه د ټولو اسعارو پر وړاندې لوړه شوه. د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ له ۴ – د اپریل تر ۱۸ نېټې د افغانیو بیه د امریکايي دالرو په مقابل کې ۵ اعشاریه ۴ سلنه لوړه شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو اسعارو پر ناقانونه صادراتو پوره څارنه روانه ساتلې او د افغانیو نرخ یې پیاوړی کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوال بانک د تازه څرګندونو له مخې ویلي: په افغانستان کې انفلاسیون راکم شوی، افغانۍ د بهرنیو اسعارو پر وړاندې پیاوړې شوې، ټولو دولتي مامورینو ته پخپل وخت معاش ورکول کیږي او عواید د پخوا پر پرتله لوړ شوي دي.