International Sports
د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام د لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان شو
دغه سیالۍ به د امریکا، کاناډا او مکسیکو پر ګډ کوربهتوب ترسره شي او د لومړي ځل لپاره به په کې ۴۸ ملي لوبډلې برخه واخلي.
د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام ته د فوټبال لوبډلو د لوبغاړو د لارموندلو وروستی نوملړ اعلان شو او له زر څخه ډېر لوبغاړي د دې لوبې په تاریخ کې د دغو سیالیو تر ټولو ستر پړاو ته چمتووالی نیسي.
دغه سیالۍ به د امریکا، کاناډا او مکسیکو پر ګډ کوربهتوب ترسره شي او د لومړي ځل لپاره به په کې ۴۸ ملي لوبډلې برخه واخلي.
په دې پړاو سیالیو کې هرې لوبډلې ته اجازه ورکړ شوې، چې له ۲۳ څخه تر ۲۶ لوبغاړو پورې نوملړ وړاندې کړي، چې درې ګولساتونکي هم په کې وي.
د ارجنټاین ملي لوبډله، چې د تېر پړاو اتله ده، یو ځل بیا د خپل تجربهلرونکي لوبډلمشر لیونل میسي پر مشرۍ سیالیو ته ورځي او هیله لري له هغې اتلولۍ دفاع وکړي، چې په قطر کې یې خپله کړې وه.
برازیل هم له ستورو لوبغاړو لکه نیمار، وینیسیوس جونیور، مارکینیوش او الیسون سره سیالیو ته ورودانګي.
د انګلستان په نوملړ کې هم پېژندل شوي لوبغاړي لکه هري کین، جوډ بلینګهم، بوکایو ساکا او مارکوس راشفورډ شامل دي.
فرانسه د خپلې درېیمې نړیوالې اتلولۍ د ګټلو لپاره پر کیلیان امباپه، عثمان ډیمبلي او اوریلین شوامني تکیه کوي.
د کوربه هېوادونو لوبډلو هم خپل وروستي نوملړونه اعلان کړي دي. مکسیکو به له راول خیمنیز او سانټیاګو خیمنیز سره سیالیو ته وردانګي. د کاناډا لوبډله د الفونسو ډیویس او جوناټان ډېوېډ ځلېدو ته هیلهمنه ده او امریکا به د کریسټین پولیسیک، ویسټون مککیني او ټایلر اډمز په ګډون سیالیو کې برخه واخلي.
سویلي افریقا هم له کلونو وروسته یو ځل بیا نړیوال جام ته راستنېږي. دغه لوبډله به د لوبډلمشر رونوین ویلیمز پر مشرۍ او د کورني لیګ او اروپایي سیالیو د لوبغاړو په ګډون سیالیو ته ورشي.
د دغو سیالیو په نورو ستورو کې د اسپانیا لامین یامال، د ناروې ارلینګ هالنډ، د پرتګال کریسټیانو رونالډو ، د بلجیم کیوین ډي بروینه او د یوروګوای فیډریکو والورډه له نامتو لوبغاړو څخه دي.
د ۲۰۲۶ فیفا نړیوال جام به د غبرګولي پر یویشتمه(د جون پر یوولسمه) پیل او د چنګاښ پر اتهویشتمه (د جولای پر نولسمه) پای ته ورسېږي. تمه ده د سیالیو نوی جوړښت، چې زیاتې لوبډلې او ډېر لوبغاړي په کې برخه لري؛ د نړیوال جام له تر ټولو پراخو او زړهراکښونکو پړاوونو څخه یو وي.
د لوبغاړو د وروستي نوملړ له اعلان وروسته اوس د مینهوالو سترګې د پرانیستونکې لوبې او د نړۍ د تر ټولو معتبر جام د ګټلو سیالۍ ته اوښتې دي.