لوبی

د ۲۰ آووریز کرکت نړیوال لیګ ډالۍ اعلان شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۸, ۱۴۰۱)

د یکشنبې پر ورځ شل آووریز کرکت نړیوال لیګ د دې سیالیو د لومړي پړاو ډالۍ اعلان کړې، چې ټولټال ارزښت یې یو میلیون و درې سوه زره امریکایي دالره دی.

د دې اعلامیې له مخې؛ د دې تورنمنت یا سیالیو اتلې لوبډلې ته به ۷۰۰ زره دالر او دوه‌یمې لوبډلې ته به ۳۰۰ زره دالر ډالۍ ورکړ شي.

د کرکت شل آووریز نړیوال لیګ د لومړي پړاو سیالي دا مهال په دوبۍ، ابوظبي او شارجه کې ترسره کیږي.

د اماراتو کرکت بورد عمومي منشي مبشر عثماني د دغو ډالیو په اړه ویلي: دغه لیګ پر ورین تندي د اتلې او نایب اتلې لوبډلو ته نغدي جایزې اعلانوي.

هغه زیاته کړې: مونږ له لوبډلو او لوبغاړیو غوښتنه کوو، چې د دې جایزو ګټلو لپاره د زړه له کومي کار او هڅې وکړي. د کرکت شل آووریز نړیوال لیګ لومړی پړاو به د فبرورۍ پر دولسمه نېټه پای ته ورسېږي او دوه لوبډلې به د اتلولۍ جام او نغدي ډالیو د ترلاسه کولو لپاره وروستۍ لوبې ته لار پیدا کړي. زه هیله لرم، چې غوره لوبډله به یې وګټي.

دغه لیګ په تېرو درې اوونیو کې د زړه راکښونکیو نندارو شاهد دی او سیالۍ حذفي پړاو ته د ننوتو په حال کې دي.

د دیزرت وایپرز، ګلف جایانتزاو ام آی اماراتو لوبډلو په راتلونکي پړاو کې خپل ځای تائید کړی. په داسې حال کې، چې د دې پړاو د ځای لپاره شارجه واریرز او دوبۍ کیپیتلز سیالي اوس هم روانه ده.

د دیزرت وایپرز لوبډلې له لس لوبو څخه اووه یې ګټلي دي.

د ګلف جایانتز او ام آی اماراتو له نهه سیالیو په ترتیب سره شپږ او پېنځه لوبې ګټلي دي.

وایپرز او جایانتز د نمرو د جدول په سر کې دي.

له دیزرت وایپرز لوبډلې څخه الیکس هیلز په دې تورنمنت کې تر ټولو ډېرې ۴۶۵ منډې جوړې کړي او دا مهال د زرغون کمربند اتل دی. په همدې حال کې د ګلف جایانتز لوبډلې څخه کریس جاردن ۱۴ ویکتې اخیستي او د سپین کمربند لرونکی دی.

الیکس هیلز تر دې دمه د ۱۸۴ نمرو تر ټولو ارزښتمن لوبغاړی دی او د سور کمربند لپاره سیالۍ رهبري کوي.

له ام آی اماراتو لوبډلې څخه محمد وسیم اوسمهال د ۱۴۸ نمرو له لرلو سره د عربي متحده اماراتو تر ټولو ارزښتمن لوبغاړی دی.

د دې کمربندونو ګټونکي به هر یو د پړاو په پای کې د ۱۵ زره دالرو ډالۍ ترلاسه کړي.

د ارزښتناکو لوبغاړيو لپاره ډالۍ د لیګ لخوا د ځانګړي سیستم رامنځته او لوبغاړیو ته په هره لوبه کې د دوی د هڅو پر بنسټ د ځانګړیو نمرې له مخې ورکول کیږي.

د کرکت شل آووریز نړیوال لیګ په هره لوبه کې پېنځه ډالې ورکړ شوي.

دا ډالۍ د غوره لوبغاړي، غوره توپ اچوونکي، تر ټولو اوږده شپږیزې، غوره څلوریزې او د سیالۍ د غوره لوبغاړي په کټګوریو کې وې، چې د دغو ډالیو هر ګټونکي ۱۵۰۰ دالر ترلاسه کړي دي.

د دغه لیګ له پای لوبې وروسته به د تکړه توپ اچوونکي، تر ټولو اوږدې شپږیزې، غوره څلوریزې او غوره لیوالتیا رامنځته کوونکي په کټګوریو کې هم ډالۍ ورکول کیږي. د دې جایزو ګټونکي به هر یو ۱۵ زره دالر ترلاسه کړي.

د دې سیالیو بل پړاو به د فبرورۍ له اتمې نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې ترسره شي. وروستۍ لوبه به د فبرورۍ پر ۱۲ نېټه د دوبۍ په نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version