تازه خبرونه
راتلونکیو ټاکنو ته د نوماندانو د نوملیکنې بهیر پیل شو
د شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۵) په ټول هېواد کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو د نوملیکنې بهیر پیل شو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د نوماندانو د نوملیکنې پر لومړی ورځ دوه پیغامه لري؛ یو پیغام یې نوماندانو ته او بل هم هغو نوماندانو ته، چې غواړي زور استعمال کړي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د دې بهیر په پیل کې نوماندانو ته خبرداری ورکړ، چې زور او قدرت استعمال نه کړي او هیچا ته به د کمیسیون په چارو کې د لاسوهنې اجازه وړنکړ شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي، د راتلونکیو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې پر لومړۍ ورځ یوازې په کابل کې له پېنځه سوه ډېرو کسانو ځانونه د نوماندۍ لپاره ثبت کړل.
د ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوملیکنې بهیر به د همدې میاشتې تر دوه ویشتمې روان وي.
څوک، چې ځان کاندیدوي باید د افغانستان تابعیت ولري، د نوماندۍ پر مهال پېنځه ویشت کلن وي او زر پېژند پانې ولري، چې پرې د تذکرو د خاوند ګوته لګیدلي وي دا شرط د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د نوماندانو په برخه کې کېښودل شوی دی.
خبریال: باعث حیات