تازه خبرونه
راستنېدونکو ته د بېړني ملاتړ نشتوالی کولی شي بشري ناورین پراخ کړي – یوناما
یوناما له نړیوالې ټولنې، نړیوالو ادارو او بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې مسوولیت او بېړنی عمل وکړي او بشري مرستې زیاتې کړي. که له پامه وغورځول شي، نو وضعیت کولی شي پر یوه لوی بشري ناورین بدل شي.
د یوناما د وروستي بشري راپور له مخې؛ د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې له ګاونډ هېوادونو څخه نږدې ۹۴۹ زره افغانان، چې ۷۴۱ زره له ایران او ۲۰۸ له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
په جون کې یې بېساری زیاتوالی:
په سیمه کې وروستي تاوتریخوالي په ځانګړي توګه د ایران او اسرائیل د شخړې په پایله کې د کډوالو د جبري ایستلو او راستنېدا بهیر چتک کړی دی.
یوازې په جون کې له ۲۸۳ زره څخه ډېر افغانان له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي، چې دا شمېر د تېرو میاشتو پر پرتله د پام وړ زیاتوالی ښیي.
د راستنېدونکو په وګړني جوړښت کې بدلون:
په داسې حال کې، چې په تېر کې د راستنېدونکو ډېرکي مجرد نرینه ول؛ خو اوس له ۶۰ سلنې څخه ډېر یې د ښځو او ماشومانو په ګډون کورنۍ دي، چې زیانمنونکي او بېړنۍ بشري اړتیاوې یې زیاتې کړې دي.
کوربه ټولنو ته پراخې ننګونې:
سرحدي ولایتونه په ځانګړي توګه هرات او نیمروز د راستنېدونکو له بېسارې څپې سره مخ دي. محدودې سرچینې، پر عامه خدماتو فشار، د سرپناه نشتوالی او د ټولنیز تاو تریخوالي د زیاتوالي ګواښ د هغو لویو ننګونو څخه دي، چې کوربه ټولنې اغېزمنوي.
د بشري مرستو لپاره بېړنۍ اړتیا:
بېرته راستنېدونکي سرپناه، خواړه، روغتیایي پاملرنې، پاکو اوبو، رواني ټولنیزو خدماتو او د ژوند دوامداره فرصتونو ته اړتیا لري، چې خپل ژوند بیا جوړ کړي. د بېړني ملاتړ نشتوالی کولی شي پراخه بشري بحران رامنځته کړي.
له نړیوالې ټولنې څخه د یوناما غوښتنه:
یوناما له نړیوالې ټولنې، نړیوالو ادارو او بسپنه ورکوونکو هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې مسوولیت او بېړنی عمل وکړي او بشري مرستې زیاتې کړي. که له پامه وغورځول شي، نو وضعیت کولی شي پر یوه لوی بشري ناورین بدل شي.
یوناما له رسنیو او مدني ټولنې څخه د دې راپور د خپرولو غوښتنه کوي، چې پر ملي او نړیواله کچه عامه پوهاوی لوړ او د افغان راستنېدونکو ناوړه وضعیت راوځلول شي.
تازه خبرونه
دیني علوم مو عقیده او عصری هغه مو سوکالي تضمینوي – تاجمیر جواد
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
د افغانستان د اسخباراتو ریاست مرستیال تاجمیر جواد د شنبې پر ورځ( د لیندۍ دوهویشتمه ) د جامعة مصباح العلوم فراغت غونډې ته په یوه ثبت شوي پیغام کې ویلي؛ اسلامي امارت په دې باور دی، چې د دیني علومو وده او پرمختګ اسلامي عقیده تضمینوي او د عصري علومو له ودې او پرمختګ سره هېواد د سوکالۍ او پرمختګ څخه برخمن کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دا مهال یو شمېر کړۍ په افغانستان کې د شته اسلامي نظام تر چتر لاندې عدالت، سرتاسري امنیت، سوکالي او پرمختګ زغملی نشي او غواړي افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړي ویلي؛ دوی په کابل کې د دیني عالمانو له لوري هغې پرېکړې ته ژمن دي، چې د هېواد او شرعي نظام پر فرضیت یې ټینګار کړی دی .
هغه وایي: مونږ جګړه نه غواړو؛ خو که جګړه پر مونږ وتپل شي، نو د خپل نظام او اسلامي خاورې د دفاع په لار کې به داسې وړتیاوې وښیو، چې د دښمن ټولې اوسنۍ محاسبې ناسمې وښيي او جنګ غوښتونکي به د خپل ژوند تر ټولو سخته پښېماني تجربه کړي.
هغه په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي، چې مونږ سیمهییز امنیت او ثبات ته د شریعت د لارښوونو او د خپل هېواد د مصالحو په رڼا کې ژمن یوو.
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې دیني عالمان د یوې سترې غونډې پرمهال د اسلامي امارت پر لارښوونو عمل او د خپل نظام او خاورې دفاع ته ژمن شوي دي.
تازه خبرونه
څار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
-
نړۍ3 days agoټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ
-
سوداگري5 days agoد پاکستان او افغانستان سوداګر میلیارډونه ډالر زیانمن شول
-
تازه خبرونه4 days agoافغانستان د بې نظمه او جرم ځپلو هېوادونو په نوملړ کې راغی- ټرمپ
-
تازه خبرونه4 days agoیوناما د افغانانو د حقونو د ساتنې غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ناستې ارزونه
-
تحول5 days agoتحول: افغانستان ته د پاکستان بیاځلې ګواښنه
