لوبی
راشد خان به په آسیا جام کې لوبډلمشر وي
دا لوبډله د تجربه لرونکو لوبغاړو او راڅرګندېدونکو استعدادونو جوړښت دی او موخه یې په دې سیالیو کې د اغېزې ننداره ده، چې د سپټمبر پر نهمه د هانګ کانګ پر وړاندې له لوبې سره پیلیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ په متحده عربي اماراتو کې د آسیا جام لپاره ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې راشد خان به یې لوبډلمشر وي.
دا لوبډله د تجربه لرونکو لوبغاړو او راڅرګندېدونکو استعدادونو جوړښت دی او موخه یې په دې سیالیو کې د اغېزې ننداره ده، چې د سپټمبر پر نهمه د هانګ کانګ پر وړاندې له لوبې سره پیلیږي.
راشد خان د ۲۰۲۴ کال په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان لوبډلمشري وکړه او ملي لوبډله هم پر لومړي ځل نیمه پای لوبې ته ورسېده.
د آسیا جام په ملي لوبډله کې نوین الحق او فضل الحق فاروقي، الله محمد غضنفر، صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم راغلي دي.
له آسیا جام څخه مخکې افغانستان به د وږي پر اوومه / د اګست پر نههویشتمه د متحده عربي اماراتو او پاکستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو په درې اړخیزه لړۍ کې برخه واخلي.
دا به د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر راپدېخوا د افغانستان لومړی ځل په ۲۰ اوریزو لوبو کې ګډون وي، چې راشد خان او نورو لوبغاړو ته له سیالیو څخه مخکې د خپلو لوبغاړو او سټراتیژیو د ښه کولو لپاره یو مهم فرصت دی.
په آسیا جام سیالیو کې د افغانستان ټولې ګروپي لوبې په ابوظبي کې ترسره کېږي.
په آسیا جام کې د افغانستان لوبغاړي:
راشد خان (لوبډلمشر)، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، دروېش رسولي، صدیقالله اتل، عظمتالله عمرزی، کریم جنت، محمد نبي، ګلبدین نایب، شرف الدین اشرف، محمد اسحاق، مجیب الرحمن، الله محمد غضنفر، نور احمد، فریدملک، نوین الحق او فصل الحق فاروقي.