Connect with us

لوبی

راشد خان د افغانستان کرکت ملي لوبډلې د شل آوریزو لوبو لوبډلمشر شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: مرغومی ۱۰, ۱۴۰۱)

د افغانستان کرکت بورد د پنجشنبې پر ورځ (د مرغومي ۸ ) څرګنده کړې، چې د افغانستان نومیالی توپ اچوونکی راشد خان به د شل آوریزو نړیوالو لوبو لوبډلمشر وي.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي لوبډلې او د کرکټ نړۍ ځلانده ستوری راشد خان به ورسپارل شوی دنده په ښه او مسوولانه ډول ترسره کړي.

د یادې اعلامیې له مخې: راشد خان دا مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې دا یو ستونزمن کار دی؛ خو د خپل هېواد لپاره کار کول یې لومړیتوب دی.

دا په داسې حال کې ده، چې محمد نبي له دې مخکې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې لوبډلمشر و.

له دې مخکې راشد خان اووه شل آوریزې، دوه تیست لوبې او اووه یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي.

تېر کال د کرکت شل آوریز نړیوال جام له پیل مخکې اعلان شوی و، چې راشد خان به په دغه جام کې د افغانستان کرکت ملي لوبډلې مشري کوي؛ خو هغه مهال نوموړي دغه وړانديز رد کړ، چې د افغانستان کرکت بورد چارواکو ورسره مشوره نده کړې.

راشد خان پرون تویت کړی؛ چمتو دی، چې دغه لوی مسوولیت او ننګونه ومني. هغه له خپلو پلویانو او ملاتړیو هم مننه کړې ده.

لوبی

افغانستان پر لومړي ځل د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې په پای لوبه کې قرغزستان ته ۵ پر ۳ ماته ورکړه او د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام ته یې لار پیدا کړه.

دا لومړی ځل دی، چې افغانستان د فوټسال نړیوال جام ته لار مومي.

ټاکل شوې، چې د فوټسال نړیوال جام لسم پړاو به د ازبکستان پر کوربتوب د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر پر څوارلسمه پیل شي.

په دې سیالیو کې به څوارلس لوبډلې برخه واخلي؛ افغانستان، فرانسه، نیوزیلنډ او تاجکستان هغه لوبډلې دي، چې د لومړي ځل لپاره یې د فوټسال نړیوال جام ته لار وموندله.

Continue Reading

لوبی

په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د شنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په پېنځلسمه لوبه کې موج ساحل لوبډلې سرسبز یاشلر هغې ته ۲ـ۱ او پر همدې ورځ د دغو سیالیو په شپاړلسمه لوبه کې سورخ پوشان لوبډلې میوند ته ۶ـ۰ماتې ورکړې.

د موج ساحل لپاره صنعنان رحیمي او عصمت الله هدفمند دوه ګولونه ووهل.

د سرسبز یاشلر یوازنی ګول محمد ناصر نیازي تر سره کړ.

د میوند لوبډلې پر وړاندې سرخ پوشان لوبډلې ۶ ګولونه وول، چې حبیب الله هوتک ۱، سمیر میرزي ۱، حمیر امیري ۱، امید رجبي ۲ او لوبډلمشر فرهاد عليزاده ۱ ګولونه ترسره کړي دي.

د یکشنبې پر ورځ به استقلال کابل له عدالت فراه سره د غرمې ير ۱:۰۰ او خدیم له جوانان واحدي سره له غرمې وروسته پر ۳:۳۰ بجو لوبیږي.

دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

لوبی

اټک‌انرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخ‌پوشان‌خوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د افغانستان اتلانو لیګ په نهمه سیالۍ کې د چارشنبې پر ورځ ( د غویی پېنځمه) اټک‌انرژۍ اف‌سي لوبډلې سرخ‌پوشان‌خوافي ته یو د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

حسیب احدي د اټک‌انرژۍ غوره لوبغاړی شو او د لوبډلې لپاره یې ګټونکی ګول وواهه.

دغه راز د دې سیالیو په لسمې لوبه کې استتقلال‌ کابل بریالی شو، چې موج ساحل ته ۲ پر ۱ ماتې ورکړي.

په دې لوبه کې شاداب ملکزاده  غوره لوبغاړی ونومول شو.

د پنجشنبې پر ورځ ( د غویی شپږمه ) یوه نیمه بجه د افغانستان اتلانو لیګ د درېیم پړاو په یوولسمه سیالۍ کې  خدیم اف‌سي د میوند اف‌سي پر وړاندې لوبیږي او دغه راز په همدې ورځ درې نیمې بجې د دې سیالیو دولسمه لوبه د جوانان واحدي او عدالت فراه لوبډلو تر منځ پیلیږي.

د یادونې ده، چې دا سیالۍ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!