لوبی

راشد خان د سیمې د هېوادونو لپاره د سولې غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲, ۱۴۰۰)

د افغانستان او نړۍ د کرکټ د ډګر اتل او چټک لوبغاړي راشد خان د نړۍ له مشرانو غوښتي، چې د سیمې اړوند هېوادونو ته امن، ثبات او سوله خوندي کړي.

د هېواد دغه نومیالي لوبغاړي د شنبې پر ورځ د غبرګولي لومړۍ په یوه ټویټ حساب کې څرګنده کړې، چې که څه هم سیاستوال نه دی؛ خو سوله غواړي.

هغه په ډاګه کړې، چې په جنګ کې لوی شوی او د ماشومانو پر وېره پوهیدلی شي.

هغه زیاته کړې؛ هره ورځ په افغانستان او فلسطین کې ماشومان وژل کیږي او هغه دا حالت نور لیدلی نشي. مونږ باید د هغه څه ساتنه وکړو، چې سم دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو د اردو او حماس ترمنځ په وروستیو هوایي او توغندیزو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۵فلسطیني ماشومان په غزه او یو اسرائیلي کې هغه وژل شوي دي.

دا په داسې کې ده، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو له پیل سره په پلازمېنه او د هېواد په نورو ولایتونو کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.

د طالبانو او د هېواد د امنیتي ځواکونو تر منځ له نښتو ډېری ملکي وګړي په ځانګړي توګه ښځې او ماشومان وژل شوي او څه ناڅه ۱۰۰۰۰۰ افغانان د جګړو له کبله له خپلو سیمو بې ځایه شوی دي.

Trending

Exit mobile version