تازه خبرونه

رحیمي: عبدالله عبدالله خپله د اجراییوي پوست مشري په غاړه اخلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم وایي، چې عبدالله عبدالله به خپله د اجراییوي پوست مشري په غاړه واخلي. د دغه ټیم یوه ویاند ټینګار وکړ، چې دا مسئله د ټیم له غړو سره یوې ناسته کې شریکه شوې ده. مخکې له دې داسې ویل کېدل چې عبدالله عبدالله به د دغه پوست لپاره بل کس وګماري.
مخکې له دې داسې اوازې وې، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټیم بل شخص د دولت اجراییوي ریاست ته ګمارلی، خو د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ویاند مجیب الرحمن رحیمي وایي، ښاغلي عبدالله د دغه ټیم له غړو سره په یوې ناسته کې ویلي، چې خپله د دغه پوست مشري کوي.
ښاغلی رحیمي د طالبانو پر دې اعلام، چې له نوي دولت سره هم جګړې ته دوام ورکوي، وویل، د لوړې له مراسمو وروسته به په دې لړه یو واحد دریځ ونیول شي.
طالبانو په یوې اعلامیه کې د ملي یووالي د حکومت په اړه ویلي، چې ټاکنې د بهرنیانو جعلي او غولونکې هڅه ده او د تېر په څېر به د ملي یووالي له حکومت سره هم جګړه وکړي.

Trending

Exit mobile version