سیمه ییز خبرونه
رسنۍ دې له ۲۰۱۴م كال وړاندې د مبارزې لپاره ځانونه چمتو كړي
له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره يا نى وايې:
رسنۍ بايد له ۲۰۱۴ كال وړاندې د ځينو زور لرونكيو او متعصبو افرادو له گواښونو سره د مبارزې لپاره ځانونه چمتو كړي.
دا بنسټ وايي:
ځينې افراد غواړي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواكونو له وتو وروسته پر رسنيو ځينې محدوديتونه ولگوي.
نى همدا راز تمه لري، چې سږكال د كاپي رايټ قانون مسوده، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او د خبريالانو د امتيازونو د مقررې مسوده تصويب شي.
له آزادو رسنيو څخه د ملاتړ اداره( نى) د ۲۰۱۳ م كال په لومړيو ورځو كې په ډاگه كوي، چې:
په تېرميلادي كال كې رسنيو وده كړې.
د( نى) ادارې د معلوماتو له مخې:
په بغلان، هرات، بلخ او ننگرهار ولايتونو كې تېركال يوولس تلويزيونونو او دولس راديوگانو په فعاليت پيل وكړ. تېر كال په هرات كې يوې چاپي خپرونې د مالي ستونزو له كبله د لنډې مودې لپاره خپل فعاليت ودراوه او طرف خپرونه د ولسي جرگې د فشار له وجې د تل لپاره بنده او مسوول يې په مرگ وگواښل شو.
د افغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ ادارې رييس صديق الله توحيدي وايي:
له افغانستان څخه به د بهرنيو ځواكونو له وتو وروسته ممكن د رسنيو په وړاندې جدي محدوديتونه ولگول شي او له گواښونو سره به مخ شي.
امنيتي ستونزې، په ډېرو مواردو كې اطلاعاتو ته نه لاسرسى، په دندو كې د خبريالانو گمارلو ، شړلو ، امتياز وركولو او د رسنيو داخلي ستونزې هغه برخې دي، چې د توحيدي په وينا خبريالان يې له ستونزو سره مخ كړي دي.
د عدليې وزارت چارواكي وايي:
اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون مسوده څه موده وړاندې رارسيدلې او ټاكل شوې په څو اوونيو كې وزيرانو شورا ته واستول شي.