تازه خبرونه

رسنۍ دې په دوه يم پړاو ټاكنو كې خلك گډون كولو ته وهڅوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ټاكنو د خپلواك كميسيون له رسنيو غواړي، چې په دوه يم پړاو ټاكنو كې خلك گډون كولو ته وهڅوي.

كميسيون په رسنيو كې د تاوتريخوالي په باب خبرونه او راپورونه د ټاكنو پر زيان بولي او وايي، له سرغړونكيو رسنيو سره به جدي چلند وشي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو په لومړي پړاو كې ډېرۍ رسنۍ د ټاكنو خپلواك كميسيون له كړنلارې د سرغړاوي له كبله نغدي جريمه شوې.

د ټاكنو په لومړي پړاو كې ځينې رسنيو د تاكنو د خپلواك كميسيون له كړنلارې سرغړونه وكړه، يا يي د يوه كانديد په گټه كار وكړ او ځينو يي د چوپتيا دوره هم ماته كړه.
د ټاكنوخپلواك كميسيون د رسنيو كميسيون مرستيال حشمت الله رادفر له ټولو رسنيو غواړي، چې بې پرې عمل وكړي، سمتي او ژبنيو تعصبونو ته لمن ونه وهي.
د رسنيو كميسيون وايي، په دا ډول مسايلو كې د رسنيو ښكېلتيا به د دې سبب شي، چې خلك ټاكنو كې زيات گډون ونه كړي.

كه څه هم رسنيو ټاكنيز بهير تر پوښښ لاندې راوسته او په دې توگه همدا رسنۍ كولى شي خلك ټاكنو كې گډون كولو ته وهڅوي، خو كه رسنۍ جانبدارانه عمل وكړي، د ټاكنو پر بهير به منفي اغېز ولري.

Trending

Exit mobile version