تازه خبرونه

روسيه د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د ويستلو بهير نه دروي

دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې اوس هم وختي دی او دا بهیر به تدریجي او ګام پر ګام ترسره شي.

Published

on

د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو ويلي؛ هېواد یې د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د اسلامي امارت د ویستلو بهیر د ګډوډولو اراده نلري او نه به یې بند کړي.

دغه راز د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، چې اوس هم وختي دی او دا بهیر به تدریجي او ګام پر ګام ترسره شي.

هغه له تاس خبري سرچینې سره په مرکه کې زیاته کړې: د ترهګرۍ له نوملړه د طالبانو (اسلامي امارت) د ویستلو لپاره قانوني پړاوونه باید بشپړ شي او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په تېره بیا په اقتصادي برخه کې د روسیې د تعامل لپاره مثبته هڅونه رامنځته شي.

دغه روسي ډيپلوماټ د اسلامي امارت د پېژندلو په اړه هم ويلي، چې په دې اړه خبرو کولو لپاره وخت شته دی.

هغه زیاته کړې: روسیه له اوسنیو افغان چارواکو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د عملي تعامل لپاره ګامونه پورته کوي.

روسیه په سیمه کې یو هغه هېواد دی، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا جوړېدو وروسته یې اړیکې نږدې پاتې شوي؛ خو تر اوسه یې اسلامي امارت پر رسمیت ندی پېژندلی.

Trending

Exit mobile version