سیمه ییز خبرونه

روسيې، هند او چين په افغانستان كې پر گډې همكاري هوكړه وكړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

هند، روسيې او چين د افغانستان په اړه د نړيوالو سازمانانو د هڅو پر پياوړتيا هوكړه وكړه.

د هند، روسيې او چين د بهرنيو چارو وزيرانو په نوي ډيلي كې د افغانستان پر روان حالت خبرې وكړې.

دا هېوادونه هڅه كوي، چې د افغانستان د ثبات لپاره د حل يوه لار ومومي.

د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په دولسمه درې اړخيزه ناسته كې د ترهگرۍ او نشه يي توكو په وړاندې مبارزه او په آسيا او آرام اقيانوس كې پر امنيتي حالت خبرې وكړې.

افغانستان د سلمان خورشيد، سرگي لاوروف او وانگ يي تر منځ په درې اړخيزه غونډه كې د اجنډا د سرمساله وه.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير  سرگي لاوروف ويلي:

روسيه، هند او چين به د يوه سوله ييز او هوسا افغانستان لپاره خپلې هيڅ ډول هڅې ونه سپموي. مونږ هوكړه وكړه، چې دا كار په ملگرو ملتونو  او د شانگهاى د همكاريو په سازمان كې پياوړى كړو. مونږ په افغانستان كې د پراختيا لپاره گډ ليد لورى لرو، چې د نړيوالې ټولنې او له هر څه لومړى د افغانستان د گاونډ هېوادونو زياتو هڅو ته اړتيا لرو، چې پرې د گواښونو او نشه يي توكو د ودې مخنيوى وشي.

د چين د بهرنيو وزير وانگ يي باور لري، چې په روڼښت د ټاكنو تر سره كيدل او په سوله ييزه توگه د واك ليږد د افغانستان د ثبات ساتلو ضمانت كوي.

د افغانستان مساله د چين، هند او روسيې له سترو اندېښنو څخه ده. مونږ په افغانستان كې د امن، ثبات، يووالي او پراختيا غوښټونكي يو. مونږ تل د افغانستان خپلواكي، واكمني، او ځمكنۍ بشپړتيا ته درناوى كړى.مونږ هيله من يو، چې د امن لرونكي، باثباته، متحد او پرمختللي افغانستان شاهدان اوسو، مونږ به د افغانستان په بيا رغاونه كې، چې د ليږد په مهم پړاو كې دى، فعاله برخه واخلو.

د درې واړو  هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو په ګډه اعلاميه كې، چې د درې اړخيزې ناستې په پاى كې خپره شوه، راغلي:

د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد وايي:

په افغانستان كې د امنيت، ثبات او هوساينې په وړاندې سترگواښ ترهگري او بنسټ پالنه ده. له نشه يي توكو سره مبارزه د روسيې، چين او هند د بهرنيو چارو د وزيرانو په ناسته كې بله د بحث وړ مساله وه.

روسيه، هند او چين له ۱۹۹۶م كال را پديخوا په خپلو كې درې اړخيزې ناستې تر سره كوي. د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو يوولسمه درې اړخيزه ناسته تېر كال په مسكو كې جوړه شوې وه.

Trending

Exit mobile version