تازه خبرونه

روسي پانګوال کولی شي په افغانستان کې پانګونې وکړي – ملا برادر

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۳, ۱۴۰۲)

د افغانستان کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ نن دوشنبه (د سلواغې درویشتمه ) د ګوانتانامو دوه پخواني بندیان عبدالکریم او عبدالظاهر صابر، چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ګوانتانامو له زندانه خوشې او عمان ته واستول شول کابل ته راورسېدل.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع د څرګندونو له مخې؛ عبدالظاهر صابر په ۲۰۰۲ کال کې د ګوانتانامو زندان ته وړل شوی و.

عبدالکریم په ۲۰۰۳ ز. کال کې د پاکستان حکومت ونیوه او د کیوبا دغه زندان ته ولېږدول شو.

دا دوه کسان له هغو کسانو څخه ول، چې د امریکا پر ضد د جګړې پر مهال نیول شوي او په ګوانتانامو کې ساتل شوي وه.

دواړه په ۲۰۱۷ کال کې له ګوانتانامو خوشې او عمان ته ولېږدول شول.

دوی په عمان کې تر څارنې لاندې ول او له اووه کلونو راپدیخوا له دغه هېواده یې د وتلو اجازه نه‌لرله.

د امریکا حکومت له کلونو راپدیخوا ویلي، چې هڅه کوي په ګوانتانامو کې د بندیانو شمېر راکم کړي او دا زندان نور وتړي.

دا په داسې حال کې ده، چې محمد رحیم نومی افغان زنداني اوس هم په ګوانتانامو زندان کې دی او کورنۍ یې تېر ډسمبر د هغه د خلاصون غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version