تازه خبرونه
روسیه، چین او بریټانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو غوښتونکي شول
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو جګړو پر زیاتېدا اندېښنه څرګنده کړې او له دواړو خواوو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم او خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
په دې غونډه کې، چې د دوشنبې پر ورځ ترسره شوې؛ د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا ویلي، چې مسکو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د وسلوالو نښتو د زیاتېدا په اړه اندېښمن دی.
نبنزیا افغانستان او پاکستان د روسیې ملګري وبلل او پر ډیپلوماسۍ یې ټینګار وکړ.
هغه ویلي؛ روسیه چمتو ده، چې د اړتیا په صورت کې له دواړو خواوو سره مرسته وکړي.
د روسیې استازي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په ترهګرۍ ضد هڅو او سیمهییزو امنیتي مسلو کې د رغنده همکارۍ د بیا پیل لپاره خپله هیله څرګنده کړې ده.
نبنزیا زیاته کړې؛ روسیه د افغانستان دننه وضعیت(د بشري حقونو او بنسټیزو آزادیو ساتنه) له نږدې څاري. هغه د ټولو افغانانو لپاره پرته له دې، چې قوميت، مذهب یا جنسیت په پام کې ونیول شي؛ د تعلیم او کار حق د ډاډمنولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.
هغه دا هم ویلي، چې مسکو په افغانستان کې د ټولو قومي او سیاسي ډلو په ګډون د رښتیني ټولګډونه حکومت د جوړولو پورې اړوند پرمختګونه له نږدې څاري او په دې برخه کې د پرمختګ تمه لري.
دغه راز په ملګرو ملتونو کې د چین استازي فو کانګ هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او څرګندوي، چې اړوند نښتو دواړو خواوو ته درانده زیانونه اړولي دي.
فو ویلي، چې چین د روان وضعیت په اړه خواشیني دی او له پاکستان او افغانستان څخه یې وغوښتل، چې له زغم کار واخلي او سمدلاسه اوربند ته ورسیږي.
هغه له کابل او اسلامآباد څخه وغوښتل، چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
د چین د استازي د څرګندونو له مخې؛ بیجینګ په فعاله توګه د خپلو ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې د دواړو حکومتونو ترمنځ د کړکېچونو د منځګړیتوب هڅه کړې او د کړکېچ په کمولو او اړیکو ښه کولو کې یې د رغنده رول لوبولو ته چمتوالی ښکاره کړ.
فو دا ټینګار هم کړی؛ د افغانستان بانک شتمني، چې په بهر کې ساتل کیږي د افغانانو ده او باید بېرته ورکړ شي. هغه له اړوند هېوادونو وغوښتل، چې پر افغانستان لګول شوي یو اړخیز بندیزونه هم لرې کړي.
دغه راز د مهارتونو په چارو کې د بریټانیا د دولت وزیرې بارونیس سمیټ ویلي، چې لندن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچونو د پام وړ زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لري. هغې د تاوتریخوالي د سمدستي کمولو غوښتنه وکړه او له دواړو خواوو یې وغوښتل، چې په سیمه کې د نورې بې ثباتۍ د مخنیوي لپاره خبرې پیل کړي.