تازه خبرونه
روسیه او افغانستان د همکارۍ لپاره ډېر څه لري – د روسیې سفیر
په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي، روسیه او افغانستان د همکارۍ لپاره ډېر څه لري؛ خو پوښتنه داده، چې د افغان چارواکو او سیمه ییزو سوداګرو لومړیتوبونه څه دي.
د تاس خبري آژانس د راپور له مخې؛ ژیرنوف ۲۴ – تلویزیوني چینل ته څرګنده کړې: روسیه او افغانستان د همکارۍ ځای لري؛ پوښتنه دا ده، چې پخپله د افغان لوري لومړیتوبونه څه دي، چارواکي او افغان سوداګر په کومو برخو کې پانګونې ته چمتو دي؟!
د دغه دیپلومات د څرګندونو له مخې؛ د هېوادونو ترمنځ همکارۍ باید دواړو لوریو ته ګټورې او پروژې باید ګټه راوړونکې وي.
د روسیې سفیر وایي: زمونږ سوداګري اوس هم هغه اسلامي مالي نورمونه ازمويي، چې طالبان( اسلامي امارت ) یې وړاندې کوي.
ژیرنوف څرګنده کړې، چې روسیې او افغانستان په شمال کې د حرارتي برښنا د تولید د یو ځواکځي د جوړولو هوکړه لیک لاسلیک کړی؛ روسي پایپ جوړوونکي چمتو دي، چې له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته د افغانستان د برخې د ګاز نللیکې په جوړولو کې برخه واخلي.
هغه دا هم ویلي؛ شونې ده، چې روسیه د سالنګ تونل په رغونه کې برخه واخلي، چې د ترافیکي بهیر له زیاتوالي سره ستونزې لري.