تازه خبرونه

روسیه او امریکا اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ اړیکه نلري- کابلوف

هغه تاس خبري سرچینې ته ویلي: “نه! دوی (امریکایانو) اړیکه نده نیولې؛ له همدې کبله تر اوسه پورې داسې خبرې ترسره شوې ندي”.

Published

on

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي، چې مسکو او واشنګټن اوسمهال د افغانستان په اړه هیڅ ډول تعامل نلري.

هغه تاس خبري سرچینې ته ویلي: “نه! دوی (امریکایانو) اړیکه نده نیولې؛ له همدې کبله تر اوسه پورې داسې خبرې ترسره شوې ندي”.

کابلوف څرګنده کړې؛ په ۲۰۲۱ کال کې کله، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د لومړي ځل لپاره د مسکو فارمټ د برخې په توګه روسیې ته سفر وکړ؛ “نړیوال وضعیت بشپړ توپیر درلود.”

د نوموړي د څرګندونو له مخې: په ۲۰۲۳ کال کې کله، چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټیرش په دوحه کې د افغانستان په اړه یوه غونډه لرلخ؛ روسیې او چین ګوټیرش ته وویل، چې دوی نشي کولی “له هغه هېواد سره په یوه ډله کې وي، چې له افغانانو څخه یې پیسې غلا کړي او بېرته یې نه‌ورکوي.”

Trending

Exit mobile version