تازه خبرونه

روسیه په ناڅرګندو الوتکو کې د داعش پر لیږدولو اندېښمنه شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر په حواله ویلي، چې امریکا د داعش جنګیالي د افغانستان یوې برخې ته لیږدوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا په ډاګه کړې؛ مونږ هغه راپورونه څارو، چې وایي؛ داعشیان د افغانستان ختیځ او نورو سیمو ته لیږدول کیږي او وسلې ورته برابریږي.

داعش د جون پر څوارلسمه توره بوړه ونیوله او مخکې خبر ورکړ شوی و، چې نامعلومو الوتکو پنځوس داعشیان دغلته انتقال کړي وه، چې دغه سیمه ونیسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي؛ د ولسي جرګې غړي ظاهر قدیر، چې افراد یې له تورې بوړې دفاع کوي،  په څرګنده ویلي، چې دغه الوتکې د امریکا  دي.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وایي؛ تر هغې، چې اسناد نه وي وړاندې شوي، دا ډول ادعاوې بې بنسټه دي.

روسیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان او ایران تر څنګ دغه هېواد د طالبانو په ملاتړ تورنه شوې ده.

د روان کال په اپریل کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال جوزف ووتل د امریکا سنا مجلس ته په ډاګه کړې وه، چې روسیه له طالبانو ملاتړ کوي او کیدی شي وسلې او مهمات هم ورکړي.

امریکایي او افغان چارواکو په ځلونو ویلي، چې روسیه هڅه کوې، چې دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ورکړي.

خبریال: وارث نایل

Trending

Exit mobile version