Connect with us

تازه خبرونه

روسیه له کابل او واشنګتن سره درې اړخیزه غونډه غواړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند د غونډې په څنډو کې د داعش حضور او د مخدره توکو قاچاق روسیې او د دې هېواد متحدینو ته ستر ګواښ یاد کړاو په دې تړاو یې د مسکو کابل او واشنګتن د درې اړخیزې غونډې د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاروف ټینګار کوي، چې د افغانستان موضوع نړیواله ده او له نړیوال ځواب پرته به دغه ستونزه حل نشي.

ښاغلی لاروف زیاتوي: مونږ نشو کولی نړیواله ستونزه له نړیوال ځواب پرته حل کړو د افغانستان موضوع یوه نړیواله هغه ده. په دې خاطر، چې مونږ وینو د نشه یې توکو قاچاق په وروستیو لس/ دولس کلونو کې څو برابره زیات شوي دی او د ترهګري ګواښونه په خپل ځاي دي. د افغانستان په شمال کې د داعش ګواښونه او هڅې په سوریه کې د دغې ډلې له ماتې وروسته ډېرشوی دی. دغه ګواښونه هم زموږ د متحدینو او هم د روسیې پر وړاندې شتون لري زمونږ وړاندیز دا دی، چې له امریکا سره د دې مساله پر سر خبرې وکړو.

د مسکو لخوا د درې اړخیزې ناستې جوړیدو ته امریکا غبرګون نه دی ښودلی؛ خو دغه وړاندیز په داسې حال کې کیږي، چې په دې ورستیو کې د مسکو او امریکا اړیکې تړنګلي شوي او د افغانستان په اړه ګډ لیدلوری هم دې تضادونو ته په پام ناشونی بلل کیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د افغانستان د ثبات په لار کې د روسیې او امریکا همکاري مهمه ده نه مخامختیا.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني وایي: افغانستان باید د دې دوه هېوادونو( روسیه او امریکا) د همکاریو یوه اډانه وې، نه د مخامختیا ځاي. دا هغه څه دي، چي مونږ یې غواړو او مونږ هیله من یو، چې دواړه هېوادونه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کار وکړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د ترهګرۍ ګواښ د افغانستان له پولو بهر بولي او وایي، چې په وړاندې یې باید سیمه ییزه او نړیواله مبارزه وشي. 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم د تاشکند د ناستې په څنډو کې د افغنستان د  جګړې دوام د نه زغم وړ بولي.

د افغانستان لپاره د ملګرو متلونو ځانکړی استازی تادامیچي یاماماتو وایي: د سولې د خبرو د پیل لپاره ډېرې هڅې او پرېکړې وشوې؛ مونږ پوهیږو، چې هر کال لس زره ملکیان د افغانستان په جګړه کې وژل او یا ټپي کیږي، مونږ نشو کولی دغه وضعیت نور وزغمو.

په ولسي جرګه کې د کابل استازی رمضان بشردوست وایي: تل د سولی تر نامه لاندې، جګړه شوې، د رښتیاوو تر نامه لاندې دروغ ویل شوي او د خدمت تر نامه لاندې خیانت شوی دی.    

د تاشکند د ناستې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوه او د ناستې برخوالو هېوادونو استازیو او نړیوالو سازمانونو له طالبانو وغوښتل، چې د سولې له بهیر سره یوځاي شي، له تاوتریخوالي او ترهګری لاس واخلي.

تراوسه طالبانو د تاشکند او افغان حکومت د سولی وړاندیزونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو دې ډلې په یوه لیک کې ویلي، چې حاضر دي له امریکا سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې وکړي.

خبریاله: لیدا نیازۍ

تازه خبرونه

اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سې شنبې پر ورځ (د غویی یوولسمه) د کابل پولیتخنیک د زده‌کړ‌یالانو د فراغت په مراسمو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي او نه به د هیچا پر فرمایش کار وکړي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د زده‌کړیالانو‌ د فراغت مراسم د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې ترسره شول؛ خو ډېر پر سیاسي خبرو راڅرخېدل.

نوموړي په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د سیمې ټرانزیټ له افغانستان پرته ناشوني دی او چارسمبالی حکومت ترې ګټه پورته کوي.

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې چارسمبالی حکومت له یوې خوا د پروژو پر پلي کېدا او له بلې خوا د کانونو پر استخراج کار کوي.

هغه دغه راز هېواد ته د مهاجرینو د راستنېدو لپاره د شرایطو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت چارسمبالي محمد خالد حنفي ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د عصري علومو د پراختیا مخالف ندی او غربي هېوادونه د اسلامي امارت پر خلاف په دې اړه منفي تبلیغات کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د جګړې په ډګر کې بریالی شوی؛ د اقتصاد، روغتیا او پوهنې په ډګرونو کې به هم بریاوې ترلاسه کړي.

له بلې‌خوا د لوړو زده‌کړو وزارت یو شمېر نورو چارواکو ويلي؛ دغه وزارت هڅه کوي، چې د علمي او تحصیلي پراختیا په برخه کې پرمختګ وکړي او له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د فراغت له دې پړاو څخه د ۱۷ څانګو ۵۳۷  زده‌کړیالان فارغ شول او د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا د فراغت سندونه ورکړ شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان ـ ترکمن چارواکو  په هرات کې د نورالجهاد سب سټیشن چارې وارزولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې د دې شرکت د رهبرۍ او ترکمن پلاوي ترمنځ د هرات نورالجهاد سب سټېشن د پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو، فعالېدو او پرانیستلو په اړه ګډه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني په دې ناسته کې ویلي؛ اوس‌مهال د نورالجهاد سب سټیشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې د دواړو لوریو ترمنځ د  تخنیکي مسایلو له حل کېدلو وروسته نوموړی سب سټیشن فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د ترکمنستان نړیوالو پروژو رییس مراد آرتیکوف ویلي؛ د نورالجهاد سب سټیشن چارې د دواړو لوریو ترمنځ په ښې همغږۍ ترسره شوي او ډېر ژر به بشپړې شي.

د آرتیکوف د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې د تجهیزاتو او نورو تخنیکي مسایلو پروتوکول هم په راتلونکیو ورځو کې تائید او وروستی شي.

ویل کیږي، چې د نوموړې پروژې له پرانیستې سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برښنا کچه لوړه او زرګونه نوي پېرودونکي د برښنا له انرژۍ څخه برخمن شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو یوو- ایران

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې پر ورځ ( د غویی لسمه) د هرات ولایت په یوه جوماتن کې له وسلهوال برید وروسته څرګنده کړې، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دی.

یاد سفارت دا غبرګون په هرات ولایت کې د شیعه‌ګانو پر جومات له وسله‌وال برید وروسته څرګند کړی دی.

دا سفارت دا برید “ترهګریزه پېښه” بولي او په کلکه یې غندلې ده.

د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلې، چې ايران غواړي د دغه «جرم» عاملين وپېژني او سزا ورکړي.

دغه سفارت زیاته کړې؛ ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي؛ تېره شپه (دوشنبه د ثور لسمه) د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې ناڅرګندو وسله‌وال پر لمونځ کوونکیو د کلاشینکوف ډزې کړي، چې ۶  ملکي وګړي یې وژلي او یو بل ټپي دی.

قانع زیاته کړې، چې د دې پېښې جزئیات به وروسته وړاتندې شي.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!