Connect with us

سوداگري

روسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه بلنه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د یاد فورم له مسوولانو سره د افغان سفیر په بېلابېلو لیدنو کې ورکړ شوې ده.

خپور شوی

د

روسي لوري په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن ته د استراخان په «شمال ـ سویل» نړیوال ټرانسپورټي دهلېز په فورم کې د ګډون بلنه ورکړې او د افغانستان پر فعال ګډون یې ټینګار کړی دی.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه بلنه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د یاد فورم له مسوولانو سره د افغان سفیر په بېلابېلو لیدنو کې ورکړ شوې ده.

په دغو لیدنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا او د کرنې، انرژۍ، صنعت، ټرانسپورټ او لوژسټیک په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو په سیمه‌ییزو ټرانسپورټي دهلېزونو کې د افغانستان پر فعال ګډون او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

سوداگري

د برښنا پېنځه کلن پراختیايي پلان تصویب او د کورنیو سرچینو پر کارولو ټینګار وشو

په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.

Published

on

د برښنا انرژۍ هغه پېنځه کلن پراختیايي پلان، چې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند پر مشرۍ د اقتصادي کمیسیون له لوري تائید شوی و، د اسلامي امارت د رهبر شیخ هبة‌الله آخوندزاده له لوري منظور شوی دی.

په دې پېنځه کلن پلان کې له کورنیو سرچینو؛ لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو څخه د برښنا تولید ۲۵ پروژې، د برښنا لېږد مزي غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برښنا وېش ۳۴ پلان شوې پروژې شاملې دي.

د دغو پروژو له بشپړېدا سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته شي او پر وارداتي برښنا به اتکا هم راکمه شي.

د دغه پلان پلي کېدا به د هېواد په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پیاوړتیا کې د انرژۍ سکټور ونډه نوره هم اغېزمنه کړي او د ځان‌بسیاینې او انرژۍ خوندیتوب پر بنسټ د ټاکل شویو موخو په ترلاسه کولو کې به مرسته وکړي.

Continue Reading

سوداگري

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې پلاوی کابل ته راغی

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

Published

on

په افغانستان کې د ایران سفارت په ایکسپاڼه کې لیکلي، چې دغه پلاوی د افغانستان د صنعت او کانونو په ملي او نړیوال نندارتون کې برخه اخلي او له افغان چارواکو سره به سوداګریزې ناستې او خبرې ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې سفر موخه د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده.

د افغانستان د صنعت او کانونو ملي او نړیوال نندارتون د ۲۰۲۶ز.کال د جون پر نهه‌ویشتمه په کابل کې پرانیستل شوی او د صنعت، کانونو او سوداګرۍ په برخو کې د کورنیو او بهرنیو ګډونوالو کوربه‌توب کوي.

افغانستان او ایران له اوږدې مودې راپدېخوا اقتصادي اړیکې لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې همکارۍ سره له دې، چې د سیمې سیاسي او مالي ننګونې شته؛ روانې ساتل شوې دي.

Continue Reading

سوداگري

افغانستان او قرغزستان د ګډې سوداګریزې شورا پر جوړولو ټینګار وکړ

د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.

Published

on

په قرغزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په بېشکک ښار کې د افغان ـ قرغز سوداګریز فورم پر مهال د دواړو هېوادونو تر منځ د ګدې سوداګریزې شورا د جوړېدو په اړه هوکړه شوې ده.

د سفارت د څرګندونو له مخې؛ له دې کار څخه موخه د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د اقتصادي همکاریو پراخول دي.

په قرغزستان کې د افغانستان سفارت چارسمبالي عبدالشکور حقاني په دې ناسته کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې پراخ ظرفیت شته او د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا هم دواړو هېوادونو ته ګټه لري.

د یادونې ده، چې په افغان ـ قرغز فورم کې د افغانستان او قرغزستان د دولتي ادارو چارواکو، د سوادګرۍ خونو غړو او د خصوصي سکټور استازو ګدون کړی و.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117