سوداگري

روسیې افغانانو ته په «شمال ـ سویل» نړیوال فورم کې د ګډون بلنه ورکړه

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه بلنه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د یاد فورم له مسوولانو سره د افغان سفیر په بېلابېلو لیدنو کې ورکړ شوې ده.

Published

on

روسي لوري په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ګل حسن حسن ته د استراخان په «شمال ـ سویل» نړیوال ټرانسپورټي دهلېز په فورم کې د ګډون بلنه ورکړې او د افغانستان پر فعال ګډون یې ټینګار کړی دی.

د سفارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه بلنه د روسیې د سوداګرۍ او صنایعو خونې له استازو او د یاد فورم له مسوولانو سره د افغان سفیر په بېلابېلو لیدنو کې ورکړ شوې ده.

په دغو لیدنو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا، د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو د پیاوړتیا او د کرنې، انرژۍ، صنعت، ټرانسپورټ او لوژسټیک په برخو کې د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.

ویل کیږي، چې دواړو لوریو په سیمه‌ییزو ټرانسپورټي دهلېزونو کې د افغانستان پر فعال ګډون او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

Trending

Exit mobile version