تازه خبرونه
روسیې د شل دولتي او نادولتي ادارو په کمپیوتري شبکو کې جاسوسي ویروس موندلی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
روسیې په ډاګه کړې؛ د شل دولتي او نا دولتي ادارو په کمپیوتري شبکو کې یې داسې ویروس موندلی، چې د جاسوسۍ له پاره کاریږي.
د روسیې د امنیت فدرالي اداره (ایف ایس بي) وايي، چې د روسیې د شل سازمانونو، حکومتي ادارو او د دفاع په برخې کې د قراردادیانو په کمپیوتري شبکو کې یو داسې مخربه سافټویر یا کمپیوتري پروګرام موندل شوی، چې د انترنیتي جاسوسي له پاره دیزاین شوی دی.
د ایف ایس بي ادارې ویلي؛ دغه کمپيوتري مخربه یا زیان رسوونکی پروګرام د هغو مخربه سافتویرونو خصوصیات لري، چې په روسیه او د نړۍ په نورو سیمو کې د انترنیتي جاسوسي په قضیو کې کارول شوي دي.