تازه خبرونه
روسیې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم ویستلو طرحه پارلمان ته وړاندې کړه
تېره ورځ د روسیې فډراتیف د امنیت شورا منشي سرګي شویګو افغانستان ته سفر کړی و او هلته یې د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو، د د رییس الوزراء له مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل.
د روسیې له تور نوملړه د اسلامي امارت د نوم د ایستلو طرحه د دغه هېواد پارلمان ته وسپارل شوه.
تېره ورځ د روسیې فډراتیف د امنیت شورا منشي سرګي شویګو افغانستان ته سفر کړی و او هلته یې د اسلامي امارت له لوړ پوړیو چارواکو، د د رییس الوزراء له مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره ولیدل.
په دې کتنه کې شویګو د روسیې له تور نوملړه د اسلامی امارت د نوم د ویستلو په اړه د پام وړ پرمختګ اعلان کړ او دا ډاډ یې څرګند کړ، چې دغه بهیر به ډېر ژر بشپړ شي.
د کرملین د رسنیو دفتر څرګنده کړې، چې له تور نوملړه د اسلامي امارت د ایستلو پرېکړه باید لومړی تصویب او رسمي شي.
د روسیې د ولسمشرۍ ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، کرملین غواړي، چې له اسلامي امارت سره د اړیکو پراختیا روانه وساتي.
هغه ویلي: مونږ د افغانستان د مشرتابه په اړه خبرې کوو. اسلامي امارت هغه ځواک دي، چې په دې هېواد کې واکمني لري او البته اړیکه هم ورسره ډېرې اړینې دي.
د سپوتنیک خبري سرچینې د راپور له مخې؛ د روسیې پارلمان ته یوه مسوده سپارل شوې، چې له تور نوملړه د اسلامي امارت د ویستلو لپاره یو قضايي میکانیزم معرفي کړي.
سناتور ارنست وليیوف، چې د دې پروژې لیکونکی دی څرګندوي؛ دا سند له تور نوملړه د اسلامي امارت په اټوماټیک ډول د ویستلو معنی نلري.
هغه زیاته کړې: پروژه به یوازې هغه مهال د اړتیا له مخې یو میکانیزم معرفي کړي، چې نه یوازې له اسلامي امارت تداو ولري، بلکې په ټوله کې د یاد نوملړ نورې ښکېلې خواوې هم رانغاړي.
په کابل کې د اسلامي امارت د مشرتابه له لوړ پوړیو غړیو سره له خبرو وروسته د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د افغان – ټرانس د اوسپنېپټلۍ په جوړولو کې پرمختګ شوی ویلي: دا پروژه بشپړه شوې ده؛ مونږ دا په ټوله کې د مرکزي آسیا او یوروآسیا د اړیکو د ښه کولو بنسټ ګڼو او د شمال – جنوب د نړیوال لېږد رالېږد دهلیز زموږ د لویې پروژې یو عنصر دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د دې پروژې د عملي کېدو لپاره چمتووالى نيول شوى دى.
هغه زیاته کړې: مونږ لېواله یوو، چې افغانستان د ټرانسپورټي اړیکو په برخه کې مهم رول ولوبوي. مونږ د نن ورځې په خبرو اترو کې پدې موضوع بحث وکړ. البته، همکاران هم په ګډه کار کولو ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روسیې فډراتیف د امنیت شورا منشي سرګي شویګو د دوشنبې پر ورځ (د لیندۍ پېنځمه / د نومبر پېنځهویشتمه) د یوه دولتي پلاوي پر مشرۍ په کابل کې د ریاست الوزراء له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير، اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د ملي دفاع وزارت له چارسمبالي محمد يعقوب مجاهد او د کورنيو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدين حقاني سره وليدل.
تازه خبرونه
یوه افغان ګرځندوی د موټرسایکل پر مټ د هېواد ټول ۳۴ ولایتونه ولیدل
سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمهییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د هرات اوسیدونکي سید سجاد سادات په شپږ میاشتو کې د موټرسایکل پر مټ د هېواد له ټولو ۳۴ ولایتونو لیدنه کړې ده.
سید سجاد سادات ویلي، چې له ګرځندوی سره لېوالتیا لري او د دې سفر موخه یې د افغانستان له بېلابېلو قومونو، کلتورونو، دودونو او سیمهییزو رواجونو سره بلدتیا او د ارزښتونو شریکول ول.
هغه ټینګار کړی، چې په ټول هېواد کې ټینګ امنیت د دې سراسري سفر د ترسره کېدا تر ټولو مهم لامل و.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ثوابجان اسلامیار د نوموړي هڅې ستایلې او څرګندوي، چې په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ دی؛ کورني او بهرني ګرځندویان کولی شي، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو، طبیعي ښکلاوو، تاریخي ځایونو او فرهنګي میراثونو څخه ډاډمنه لیدنه وکړي.
تازه خبرونه
د ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ لوړپوړی افغان پلاوی ایران ته ولاړ
د سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د ملا برادر د دفتر رییس عبدالله عزام او د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي برخې رییس حاجي حکمت شامل دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پر مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی ایران ته ولاړ، چې د ایران د پخواني مذهبي رهبر آیتالله علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې، په دې پلاوي کې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د بهرنیو چارو وزارت دوهیم سیاسي ریاست رییس ذاکر جلالي، د ملا برادر د دفتر رییس عبدالله عزام او د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د اقتصادي برخې رییس حاجي حکمت شامل دي.
دغه سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې ایران د اسلامي جمهوریت په تاریخ کې د تر ټولو سترې دولتي جنازې د ترسره کولو جمتووالی نیسي. دا شپږ ورځني مراسم د ایران او عراق په څو ښارونو کې ترسره کېږي.
د راپورونو له مخې د فبرورۍ پر اتهویشتمه د ایران او اسرائیل د شخړې پر مهال د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې خامنهيي وژل شوی؛ خو د جنازې مراسم یې ځنډیني ترسره کېږي.
د مراسمو پیل به د تهران په مصلی عبادتځای کې وشي او وروسته به د پلازمېنې له لارې د جنازې لوی لاریون ترسره شي. دغه مراسم به بیا د قم ښار ته وغځېږي او ورپسې به د عراق په نجف او کربلا کې هم ترسره شي. خامنهيي به د جولای پر نهمه د مشهد په پلرنۍ ادیره کې خاورو ته وسپارل شي.
ایراني چارواکي اټکل کوي، چې په دغو مراسمو کې به میلیونونه کسان ګډون وکړي او یوازې په تهران کې د شاوخوا ۲۰ میلیون کسانو اټکل شوی دی. د پراخو امنیتي او لوژسټیکي تدابیرو ترڅنګ، د سپاه پاسداران او نورو امنیتي ځواکونو له لوري د خلکو د کنټرول چارې پر مخ وړل کېږي.
تمه ده، چې د پاکستان په ګډونه څو نور بهرني پلاوي هم په دې مراسمو کې ګډون وکړي؛ خو د نورو سیمهییزو او نړیوالو مشرانو د ګډون جزئیات تر دې دمه تائید شوي نهدي.
د افغان پلاوي دا سفر د کابل او تهران ترمنځ د روانو ډیپلوماټیکو اړیکو ښه نښه ګڼل کېږي، چې په وروستیو کلونو کې یې د سیاسي، اقتصادي او سیمهییزو موضوعاتو په اړه نږدې تماسونه ساتلي دي.
تازه خبرونه
افغانستان باید د منځنۍ آسیا د بدلونونو په څنډه کې نه، په زړه کې وي – واخابوف
واخابوف دغه څرګندونې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو په غونډه کې کړې دي.
د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس جاولون واخابوف ویلي، چې افغانستان باید د سیمې یو څنډنی هېواد ونه ګڼل شي، بلکې د منځنۍ آسیا د سیمهییزو بدلونونو په رامنځته کولو کې د یوه مهم لوبغاړي په توګه ونډه ولري.
واخابوف دغه څرګندونې شاوخوا دوه اوونۍ مخکې په کابل کې د افغانستان او منځنۍ آسیا د څېړنیزو مرکزونو په غونډه کې کړې دي.
دا غونډه د افغانستان د سټراټیژیکو مطالعاتو مرکز پر نوښت؛ د منځنۍ آسیا د هېوادونو، آذربایجان او افغانستان د فکري مرکزونو د رییسانو، کارپوهانو، دولتي چارواکو او د خصوصي سکټور د استازو پر ګډون جوړه شوې وه.
جاولون واخابوف، چې په تاشکند کې د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ مشري کوي ویلي، چې د افغانستان ثبات او اقتصادي بیا رغونه د منځنۍ آسیا له راتلونکي سره تړاو لري او افغانستان باید په سیمهییزو بهیرونو کې د شریک او پرېکړهکوونکي رول ولوبوي.
هغه زیاته کړې، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ، د ټاپي د ګازو نللیکه، د ټاپ برښنا لېږد پروژه او کاسا-۱۰۰۰ هغه مهمې سیمهییزې پروژې دي، چې افغانستان کولی شي د ټرانزیټي لارې له رول څخه د سیمې په تولید، صنعت او اقتصاد کې پر فعال لوبغاړي بدل کړي.
د منځنۍ آسیا د نړیوال انسټیټیوټ رییس د افغانستان په ګډون د اوبو او اقلیم په برخه کې د همکاریو لپاره د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو پر جوړولو هم ټینګار کړی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، د قوشتېپې کانال په اړه خبرې، د منظمو تخنیکي غونډو جوړول، د معلوماتو تبادله، ګډه څارنه، د طبیعي یخچالونو څېړنه او د ژر خبرتیا سیسټمونو رامنځته کول به د راتلونکو همکاریو له مهمو موضوعاتو څخه وي.
-
تازه خبرونه2 days agoپناه غوښتونکي ښايي تر ۱۰ زره پونډو پورې لګښتونه بېرته ورکړي
-
تازه خبرونه5 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
International Sports4 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه5 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
تازه خبرونه4 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
څار5 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
تازه خبرونه3 days agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
