International Sports
رویال چلنجرز بنګلور د پېنځه ویکټو پر توپیر د هند غوره لیګ اتل شو
دغه لوبه د یکشنبې پر ورځ په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه.
رویال چلنجرز بنګلور د ۲۰۲۶هند غوره لیګ(ایپيال) په پایلوبه کې زړهراکښونکې لوبه ترسره کړه او ګجرات ټایټنز ته یې د پېنځه ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.
دغه لوبه د یکشنبې پر ورځ په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شوه.
بنګلور د ۱۵۶ منډو هدف په ۱۸ آورونو کې د ۵ لوبغاړو پر سوځېدا ۱۶۱ منډې جوړې کړې او د دوه آورونو له پاتې کېدا سره یې اتلولي خپله کړه.
له دې بریا سره رویال چلنجرز بنګلور د ایپيال په تاریخ کې له چینای سوپر کینګز او ممبي انډینز وروسته درېیمه لوبډله شوه، چې پرلهپسې اتلولي ګټي.
د لوبې په پیل کې د بنګلور لوبډلمشر راجات پاټیډار پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه؛ هغه پرېکړه، چې ژر یې مثبته پایله ورکړه. د بنګلور چټکو او اغېزناکو توپ اچوونکو د ګجرات توپوهونکي تر سخت فشار لاندې راوستل او د ویکټو پرلهپسې لوېدا ته یې لاره هواره کړه.
جاش هیزلووډ او بهوونشور کومار د شبمن ګېل او سای سدرشن په ژر سوځولو سره ګجرات ته سخت ګوزار ورکړ. وروسته د بنګلور توپ اچوونکو په لنډو توپونو د ګجرات ډېری لوبغاړي وسوځول.
د برید د کرښې له نړېدا سره ـ سره واشنګټن سندر د ۵۰ ناسوځېدلو منډو پر جوړولو هڅه وکړه، چې خپله لوبډله په سیالۍ کې وساتي او د منلو وړ هدف وټاکي.
راشد خان د ۶ توپونو پر مټ ۱۵ منډې جوړې کړې او د راهول ټېواټیا او جېسن هولډر لنډو؛ خو ګټورو لوبو د ګجرات منډې ۱۵۵/۸ ته ورسولې.
د هدف په ځواب کې بنګلور توپاني پیل وکړ. ویراټ کوهلي او ونکټېش ایر خپلې لوبډلې ته د ایپيال د پایلوبو په تاریخ کې تر ټولو چټکې ۵۰ منډې جوړې کړې او یوازې په ۳.۳ آورونو کې یې دغه پړاو بشپړ کړ.
ونکاټش ایر د ۱۶ توپونو پر مټ ۳۲ منډې جوړې کړې او د لوبډلې په چټک پیل کې یې مهم رول ولوباوه؛ خو وروسته محمد سراج وسوځاوه. ورپسې کاګیسو رباډا هم ډیوډټ پډیکال له ډګره بهر کړ او ګجرات ته یې لنډه هیله پیدا کړه.
د ویراټ کوهلي ځلېدونکې لوبې د سیالۍ برخلیک وټاکه. نوموړي د ۴۲ توپونو پر مټ ناسوځېدلې ۷۵ منډې جوړې کړې، خپله نیمه سلیزه یې په ۲۵ توپونو بشپړه کړه او لوبډله یې تر بریا ورسوله.
جیټش شارما هم له کوهلي سره په ډاډمنې لوبې بنګلور هدف ته ورساوه او د دغې لوبډلې مینهوالو ته یې د اتلولۍ جشن ورپر برخه کړ.
ویراټ کوهلي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او رویال چلنجرز بنګلور د هند غوره لیګ دوهیمه اتلولي پخپل نوم ثبت کړه.