روغتيا

ریاست الوزراء په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتیایي ادارې د فعالیتونو د دوام غوښتنه وکړه

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رییس عبدالواسع خادم د افغانستان د ایمرجنسي ادرې له عمومي رییس ډیان پنیک سره په لیدنه کې د دې روغتیایي ادارې د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او د دې ادارې د پراخو او عامه ګټو له هڅو یې مننه وکړه.

Published

on

د ریس الوزراء د دفتر عمومي رییس په افغانستان کې د ایمرجنسي ادارې له مشر سره وکتل او له دې ادارې یې وغوښتل، چې په هېواد کې روغتیايي خدمات جاري وساتي.

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رییس عبدالواسع خادم د افغانستان د ایمرجنسي ادرې له عمومي رییس ډیان پنیک سره په لیدنه کې د دې روغتیایي ادارې د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ او د دې ادارې د پراخو او عامه ګټو له هڅو یې مننه وکړه.

له ارګ څخه په خپرې شوې خبرپانه کې عبدالواسع خادم ویلي؛ اسلامي امارت به د هر هغه بنسټ یا فرد بشپړ ملاتړ وکړي، چې د عامو خلکو د هوساینې او آسانتیا لپاره کار کوي.

د ایمرجنسي مشر د رییس الوزراء د دفتر عمومي رییس ته د بسپنې ورکوونکو د پام جلبولو، بودجې او د دې ادارې د راتلونکو پلانونو په اړه هم معلومات ورکړل او په هېواد کې یې د ایمرجنسي د هڅو پر جاري ساتلو ټینګار وکړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “د رییس الوزرا د دفتر عمومي رییس د ایمرجنسي رییس ته وویل، چې مونږ به د هر هغه بنسټ یا فرد بشپړ ملاتړ وکړو، چې د عامو خلکو د هوساینې او آسانتیا لپاره کار کوي. مونږ هیله لرو، چې تاسې به د روغتیایي سکټور او د عامه ګټو په نورو سکټورونو کې خپل فعالیتونه جاري وساتئ.”

د ارګ په خبرپاڼه کې د ایمرجنسي د مشر د څرګندونو له مخې ویلي، چې د غونډې په بهیر کې هغه د ریاست الوزراډ د دفتر مشر ته د بسپنه ورکوونکو د پام اړولو، د دې ادارې د بودجې او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل او په هېواد کې یې د ایمرجنسي د فعالیتونو پر دوام ټینګار وکړ.

ډیان پنیک زیاته کړې، چې د ایمرجنسي روغتون په تېرو وختونو کې د جګړې د ټپیانو درملنه کوله؛ خو اوس یې د ټرافیکي پېښو د قربانیانو درملنې ته پام رااړولی دی.

د ایمرجنسي روغتون له ۱۹۹۹ کال راپدېخوا په افغانستان کې فعالیت کوي او دا مهال په کابل، هلمند، پنجشېر او ځینو ولسوالیو کې ۲۷ مرکزونه لري. د دې ادارې مشر ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د دې بنسټ روغتیایي خدمات وړیا وړاندې کیږي. دا بنسټ په افغانستان کې د خپل فعالیت ساحه بدلوي؛ ځکه، چې د اسلامي امارت واک ته له راستنېدو راپدېخوا د جګړې او وسلوالو شخړو له کبله د تلفاتو شمېر د پام وړ کم شوی دی.

Trending

Exit mobile version